لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا پاکستان ته نور 40 لکه فايزر ويکسين ورکوي


امریکي ويلي د زیارت/ پنجنشبې د ورځې نه پاکستان ته د نورو 40 لکه فايزر ويکسينو ورکول پېل کوي، دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کرونا پېښې بيا سېوا شوي دي.

د سپينې ماڼۍ وياند وي او اې ته ويلي د کرونا ضد دا ويکسين د هغې 92 لکه موډرنا او فايزر ویکسينو نه علاوه دي کوم چې امریکا د جون په مياشت کې پاکستان ته ورکړی وو.

امریکا پاکستان ته دا ويکسين په داسې حال کې ورکوي چې په پاکستان د کرونا ډېلټا ډول په تېزۍ سره خوريږي او په تير شوا روز کې په پاکستان کې د کرونا څخه نور 89 کسان مړه شوي دي.

په 31 اګست په پاکستان کې د کرونا څخه د 101 او په 30 اګست ترې 118 کسان مړه شوي وو.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 25زره 978 کسان مړه شوي دي، په تير شوا روز کې نور 4103 کسان په کرونا اخته شوي دي.

پاکستان ته امريکا دا وخت د کرونا 41 لکه، 49زره 990 خوراکونه ليږي، او دا د کوېکس نړيوال پروګرام لاندې لېږلي کيږي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه په پاکستان کې د امریکا سفارتخانې ویلي امریکې تراوسه پورې پاکستان ته د کرونا د مخنيوي دپاره د 50 ملينه ډالرو څخه زياتې مرستې ورکړي دي.

سپينې ماڼۍ ويلي، د صدر بايډن په امر امریکا د نړۍ سره د ویکسينو مرستې په داسې ډول کوي په کوم ډول تېزۍ سره چې په امریکا کې دننه د کرونا د مخنيوي دپاره کار کيږي.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي د بايډن انتظاميه هڅې کوي چې څومره زر وي چې نړۍ ته ویکسين ورسوي او خلک محفوظ کړي.

پاکستان ته د کرونا دپاره چين او روس هم ويکسين ورکړي دي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د کرونا ضد ټول د پينځه کروړه او 67 لکه نه زيات ويکسين لګول شوي چې پکې د يو کروړ او 74 لکه نه زياتو کسانو ته د کرونا دوه ډوزه ويکسين لګول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG