لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کندهار کې د طالبانو د غونډې ترانه: "په یوه اواز چې لر او بر افغان وي"


واشنګټن ـــ افغان طالبانو تر اوسه په ښکاره کله هم د ډیورنډ کرښې دې غاړې پښتنو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د افغانستان او پاکستان د پښتنو د یووالي په اړه څه ویلي خو تازه په کندهار کې د طالبانو په یوه لویه غونډه کې په یوه ترانه کې د «لر او بر افغان» د یووالي خبره شوې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم په تېرو شلو کلونو کې جګړې ته د خپلو وسلوالو د هڅولو، په افغانستان کې د بهرنيو ځوکونو د شته والي په ضد او د خپل هېواد د ستایلو په اړه سلګونو مذهبي ترانې خپرې کړې دي چې په خلکو کې «د طالبانو نعتونه» په نوم ډېرې مشهورې شوې دي خو د «لر او بر» [د افغانستان او پاکستان پښتانه] خبره پکې نه ده شوې.

وي او اې ته په را رسېدلې یوه وېډیو کې لیدل کېږي چې د کندهار د کرکټ لوبو په یو لوی میدان کې زرګونه خلک را ټول دي او د رپوټونو له مخې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو ورځ لمانځي.

په دې وېډیو کې یوه ترانه اورول کېږي چې د پیل بیتونه یې نه دي ریکارډ شوي خو پر سوشل مېډیا دا ترانه په یوه بله وېډیو کې بشپړه خپره شوې او په مقطع کې یې د شاعر نوم «اکا شاه غمګین» یاد شوی دی. په دې ترانه کې نه یواځې په افغانستان کې دننه د افغانانو پر یووالي ټینګار شوی بلکې د ډیورنډ په کرښه د بېلو شویو پښتنو یووالی هم پکې ذکر شوی.

د دې ترانې مطلع په دې ډول ده:

«په هر جنګ کې به ګټونکي افغانان وي

تر هغو چې کندهار بلخ بدخشان وي»

د ترانې یو بند په دې ډول دی:

«چې خیبر په پښتنو زلمو سمسور وي

دښمنان د افغانانو به مختور وي

چې اواز د بل خټک پر اټک خپور وي

چې د کوټې هر کاکړ د اڅک ورور وي

چې هلمند دلته بهېږي هلته غور وي

بل هوتک به د ګورګین پر نیلي سپور وي

په یوه اواز چې لر او بر افغان وي»

د کندهار یو ځایي خبریال د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډیوه ته تایید کړه چې وایي د طالبانو دغه غونډه د کندهار د عینو مېنې په کرکټ لوبغالي کې شوې او دا مني چې دغه ترانه پکې اورول شوې ده، خو وایي طالبان د «لر او بر یو افغان» پر خبره باور نه لري او نه شاید دا ترانه دوی په دې نظر په غونډه کې اورولې وي چې ګواکې دا د دوی دریځ ښکاره کوي.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د رپوټ له مخې په دې غونډه کې د طالبانو مشرانو له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د خپل راتلونکي حکومت په اړه خبرې کړې دي. ځایي خبریالان وایي د دې غونډې ډېر کلک امنیت نیول شوی وو.

ځینې سرچینې وایي چې ټاکل شوې وه دا غونډه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ وشي خو وایي هغه په دې غونډه کې د ناڅرګندو سببونو له کبله ګډون ونه کړ.

د طالبانو دا غونډه د کندهار په هغه کرکټ میدان کې شوې چې د هندوستان په مرسته جوړ شوی او د 2018م کال په اپرېل میاشت کې یې پرانیسته شوې وه.‌ په دې میدان کې به په تېرو کلونو کې یواځې کرکټ لوبې کېدې خو له کله راهیسې چې طالبانو د افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی، طالبانو پکې لږ تر لږه دوه ځله غټې غونډې کړې دي.

په تېره اګست میاشت کې چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړل، نو یوه وېډیو یې خپره کړه چې پکې لسګونه وسلوال په موټرو کې سپارل د طالبانو له بیرغونو سره لیدل کېږي او یو شعر پکې د طالبانو په ځانګړي ترنم اورول کېږي چې د افغانستان بېلابېلې سیمې پکې یادې شوې دي، د دې شعر پیل داسې شوی:

«له آمو تر ارغستان، له مرغابه تر سپین غر

پاڅېدلي افغانان، بیا په ننګ د سپین قرآن»

د «لر او بر یو افغان» نعره د پاکستان د پښتنو ملتپالو ګوندونو یو شعار دی چې له ډېر پخوا راهیسې په ولس کې مشهور دی خو په 2018م کال کې هغه وخت لا مشهور شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پخپلو جلسو او احتجاجونو کې بیا- بیا ووایه. د پاکستان پر پوځ دا نعره بدله لګېدلې وه او د مطبوعاتو د دفتر د هغه وخت مشر یې مېجر جنرل آصف غفور په یوه خبري غونډه کې ویلي وو "دا لر او بر څه دی؟".

د بي بي سي د یو رپوټ له مخې طالبانو په 2012م کال کې د خپلو جنګي ترانو یوه مجموعه هم چاپ کړې، چې وایي انګرېزي ژبې ته هم ژباړل شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تېرو ورځو کې د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې وویل پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له اړخه د اغزن تار غزولو په اړه د دوی د حکومت دریځ به وروسته اعلان کړي خو وایي ولس یې په دې کار "راضي نه دی". مجاهد وویل:

"زموږ ولس له پاکستاني اړخ سره ډېرې دوستیانې، قرابتونه، شراکت د قوم او د کورنۍ لري، د دې کرښې په وسیله دوه کورنۍ سره جلا شوې دي، اول امنیتي ستونځې وې یا څه وو چې د کابل له ادارې سره خبره شوې وه، موږ غواړو داسې یوه فضا منځته راولو چې د پاکستان اړخ بې له اغزن تاره مطمئن وي چې د افغانستان له خاورې هغو [پاکستان] ته زیان نه رسېږي او په منځ کې د اغزن تار ضرورت پاته نه شي".

پاکستان له افغانستان سره خپله پوله نړیوال سرحد ګڼي خو افغانستان تر اوسه د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه‌ ده پېژندلې. طالبانو په خپل تېر حکومت کې هم- چې یواځې سعودي، عرب اماراتو او پاکستان په رسمیت پېژندلی وو- د ډیورنډ کرښه نه وه منلې.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د 2019م د اپرېل د 27مې نېټې په یو رپوټ کې لیکلي، چې د پاکستان پخواني پوځي افسر او د داخله چارو وزیر نصیرالله بابر په کندهار کې د ډوډۍ پر وخت د طابانو باني او پخواني مشر ملا محمد عمر ته ویلي وو،‌ چې که تاسې د ډیورنډ کرښه ومنله نو "ټولې مسئلې به حل شي"، وایي ملا عمر هغه په غصه له ډوډۍ ولاړ کړ او "خاین" یې ورته وویل. د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په یوه مرکه کې وایي چې نصیرالله بابر پخپله ده ته هم دا خبره کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG