لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان څخه وتونکی وروستی امریکايي جنرل


د افغانستان څخه وتونکی امریکايي جنرل کرېس ډوناهو د اييربورن 82 ډويژن کمانډر د ګل/ دوشنبې په شپه په داسې حال کې د کابل په هوايي اډه سي ـ 17 الوتکې ته خېژي چې خپل ټوپک يې په لاس کې دی. د نوموړي دغه عکس په رسنیو د تاريخ برخه جوړه شوې ده.

د امریکايي ياد جنرل دغه عکس چې په شين (زرغون) او تور رنګ کې جوړ شوی دی، دغه جنرل د امریکا په افغانستان کې د 20 د کالو د جګړې ختمېدو وروستی پوځي کمانډر دی چې دغه ملک پرېږدي، او د کابل د حامد کرزي هوايي اډې څخه روانيږي. ياد عکس د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګون خپور کړی وو.

د ډوناهو دغه عکس به د سویت يونين د هغه جنرل د عکس سره يو ځای ياديږي د روس کوم پوځي جنرل چې په کال 1989 کې سره د خپل پوځ د افغانستان نه د ازبکستان سره د دوستۍ په پله (پُل) اوړېدلی وو.

امریکې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسولی او د اتحاديانو په همکارۍ يې د افغانستان څخه يو لک 23 زره کسان ويستلي دي، او وروستۍ پوځي الوتکه يې د شپې په مهال د کابل د هوايي اډه څخه پورته شوې وه.

که څه هم دا يو ولاړ عکس دی خو دا ښکاري چې يوه ویډيو يا فلم دی او د ډوناهو د مخ نه څرګنديږي چې هغه په چټکيا روان دی، هغه پوره جنګي جامې اغوستي، د شپې په مهال د لیدو اله يې په سر ده او ټوپک يې په لاس کې دی، او شاته افغانستان پرېږدي په حفاظت سره الوتکې ته خيژي.

د امریکايي جنرل دغه عکس د سویت يونين د پوځ د کمانډر جنرل بورېس ګروموف په پرتله دی څوک چې د افغانستان نه د امو سيند په پله د خپل زوی او پوځ سره پورې ووځي او د ځان سره يې سره او سپين ګلونه اخستي.

د امريکا او سويت يونين (روس) د يو داسې هېواد نه وتل او دوی چې په کومه طريقه وتلي دا د امپراتوريو (بادشاهتونو) هديره يا قبرستان ياديږي خو دوی د هغو څيزونو سره نه دي مخ شوي د کومې ماتې سره چې په کال 1842 کې برتانيه په لومړۍ افغان جګړه کې مخامخ شوې وه.

د افغانستان څخه چې د برتانيې پوځ وتلو، د برتانيې د پوځ اسټنټ سرجن ویليم برېډن، د الزبتهـ تهامسن په انځور (د پوځ باقيات) کې داسې ښکاره کړی شوی چې هغه د کابل نه په ماتې او ستړيا سره ووځي.

کله چې د روس سور پوشه پوځ د کابل نه وتلو نو هغه وخت په کابل کې ماسکو پلوه کميونسټ حکومت په واک کې وو، او ويل کېده چې د هغوی پوځ د نورو درېو کلونو پورې جنګېدی شو، خو د امریکا په ملاتړ افغان حکومت په دوه اوونيو کې د طالبانو لاسو ته ولوېد له هغې نه وړاندې چې امریکا ويلي وو په 31 اګست به خپل پوځ د افغانستان نه اوباسي.

د روس د جنرل ګروموف سره چې 50زره سرتيري وو د وتلو په مهال د ازبکستان د پولې پورې په لاره د بېلابيلو بريدونو سره مخ شوي وو که څه هم دوی مجاهدينو ته د خوندي لارې ورکولو دپاره پېسې ورکړې وې.

ګروموف د کال 1989 په 15 فرورۍ په داسې حال کې د ازبکستان د دوستۍ په پله اوښتی چې روس په افغانستان کې لس کاله جګړه کړې او 14زره 450 پوځي سرتيري يې پکې وژل شوي وو.

کله چې ګروموف بيرته د روس خاورې ته ستون شوی د هغه نه پوشتنه شوې وه چې څنګه محسوسوې؟ هغه ځواب کړی وو، خوشاله دی چې خپله دنده يې ترسره کړې او بيرته کور ته راغلی او په شا سوچ نه کوي.

(خبر د رويټرز په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG