لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې پاکستاني زده کوونکي: د طالبانو په واک کې د راتلو سره خپل راتلونکي ته اندېښمن دي


په افغانستان کې زده کړې ترلاسه کوونکي پاکستاني زده کوونکي وايي دا وخت په هاسټلو کې بند پاتې دي د خرڅ خوراک د کمي سره مخ دي او په راتلونکې کې خپلو زده کړو او سندونو يا ډګريانو ته پرېشانه دي.

د کابل په چراغ مېډېکل کالج يا طبي کالج کې د ډاکټرۍ زده کړې ترلاسه کوونکي زده کوونکي وايي د افغانستان په بېلابيلو کالجونو او پوهنتونو کې د 1000 زيات پاکستاني زده کوونکي دي چې پکې د 150 پورې جينکۍ زده کوونکې هم دي او د زیاترو تعلق د خېبرپښتونخوا سره دی.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي اسد داوړ وي او اې ډيوه ته د سکايپ د لارې ویلي چې هغه د طب زده کوونکی دی او په کومه ورځ چې طالبانو کابل نيولی د هغې ورځې نه یې کالج بند شوی او په هاسټل کې يواځې پاکستاني زده کوونکي پاتې دي.

هغه وويل هغه د افغانستان د حکومت په سکالرشپ وو، په هاسټل کې ورته مس يا د خوراک انتظام بند کړی شوی او په بازارونو کې د سوداګانو بيې لوړې شوي او بېنکونه هم بند دي چې دوی د خپلو کورونو څخه پېسې راوغواړي.

نوموړي زياته کړه ورته ويل شوي چې زیاتره استازان يې د ملک څخه وتلي ځکه دوی خپل راتلونکې ته هم اندېښمن شوي چې مخکې زده کړې به یې څنګه کيږي او ډګريانې به ورته هم مېلاو شي که نه شي.

يو بل زده کوونکی فهد نواز يوسفزي وايي د سوات سره يې تعلق دی د طب د درېم سمسټر زده کوونکی دی او په افغانستان کې د 14 اګست وروسته سخت په ويره کې ګېر شوي دي.

وي او اې ډیوه ته هغه ویلي په پاکستان کې يې دومره پېسې نه لرلې چې د طب زده کړې يې پرې کړی وی ځکه هغه افغانستان ته زده کړو له لاړو او اوس هلته حالات داسې جوړ شو چې دوی په سخته ويره کې دي.

هغه وويل په کابل کې حالات داسې ښکاري چې عادي دي خو چې د خلکو نه تپوس وکړو نو ورته ويل کيږي چې خلک د افغانستان څخه د وتلو هڅې کوي دوی دې هم ځانونه اوباسي.

هغه زياته کړه بل دوی دې ته پرېشانه دي چې د پنجشېر څخه ويرونکي خبرونه مخې ته راځي او د دوی زياتره استازان بهر ملکونو ته تللي، او نوی نظام چې جوړيږي په هغې کې به څه کيږي، دوی ورته اندېښمن دي.

يو بل زده کوونکی چې ځان د طلحه خان په نوم معرفي کوي وايي د خېبرپښتونخوا د مانسهرې سره یې تعلق دی او د کابل په اريانا پوهنتون کې د لومړي سسمټر زده کوونکی دی، وايي په 14 اګست چې ورته د پوهنتون په کلاس کې د حالاتو خرابېدو وويل شو او پوهنتون يې وتړل شو تراوسه يې پوهنتون بند دی.

هغه زياته کړه دوی ته ښکاري چې په راتلونکو ورځو کې به ورته په کابل کې پاتې کېدل ګران وي ځکه دوی د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي چې دوی په پاکستان کې ځای کړي او د تعليم اسانتياوې ورته برابرې کړی شي.

زده کوونکي وايي په اوله کې طالبانو ويلي وو چې ادارې به ډېرې زر بيرته فعالې کړي خو د دوه اوونيو تيرېدو وروسته هم ادارې بيرته فعالې نه شوې.

دوی وايي په کابل کې د پاکستاني سفارت خانې سره په تماس کې دي خو د سفارتخانې لخوا ورته دومره ويل شوي چې دوی يواځې بيرته ملک ته لېږلی شي بله هيڅ لاره ورسره نشته.

زده کوونکي وايي خپل راتلونکې ته اندېښمن دي چې د سوونو په شمېره کې د دغو زده کوونکو به څه کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG