لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د ښځو احتجاج: که ښځې په حکومت کې نه وي ډېر دوام به ونه کړي


واشنګټن ـــ یو شمېر افغانو ښځو نن په کابل ښار کې د صدارتي ماڼۍ یا ارګ مخې ته د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی دی او غوښتل یې چې د ښار په نورو برخو کې هم مظاهرې وکړې خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

دغو ښځو- چې شمېر یې تر شلو زیات نه وو- په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې چې په سیاست کې یې د ښځو د ګډون او نور مختلف شعارونه ورباندې لیکلي وو او په سړکونو یې په لوړ اواز په دري ژبه دا شعارونه بیا بیا وایه:

"موږ ټول سره متحد یو، ظلم و ستم ته مو ماتې ورکړې ده، افغانه مېرمنه د افغان خاورې سمبول، بې ښځې هېواد بې ژبې سیمه ".

افغانو ښځو د طالبانو له مشرانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې د طالبانو په نوي جوړېدونکي حکومت کې دې ښځو ته هم برخه ورکړل شي.

په احتجاج کې شریکې یوې مدني فعالې او سیاستوالې سمیرا خیرخواه اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې طالبان دې ضرور په خپله حکومتي کابینه کې ښځو ته ځای ورکړي:

"موږ پوهېږو چې ښځې د افغانستان د ابادۍ نیمه برخه ده، که دوی د تعلیم، روغتیا او سیاست لپاره تیارې نه وي او د ټولنې په دغو برخو کې څه کردار ونه لري، نړۍ به هم موږ [د طالبانو حکومت] په رسمیت ونه پېژني، دوی به زموږ ږغ وا نه وري".

دغو ښځو په احتجاج کې خپلې لیکلې غوښتنې وړاندې کړې، چې وایي د وینا ازادي دې ورکړل شي، په هېواد کې دننه او په نړیواله کچه دې د ښځو فعال او سفارتي ګډون ومنل شي:

"د ټولو دفترونو ښځې باید خپلو کارونو ته ستنې شي او له خپلو اوسنیو کارونو او نوکریو باید محرومې نه شي. ښځې باید په وزارتونو، ادارو او د مرستیالو وزیرانو په دفترونو کې خپله برخه ولري".

دې ته ورته پرون د ستمبر پر دویمه په هرات ولایت کې هم ګڼ شمېر ښځو احتجاج کړی وو او په راتلونکي نوي حکومت کې یې د ښځو د ګډون غوښتنه کوله او وایي که دوی ته پکې برخه ور نه کړل شي داسې حکومت به ډېر وخت دوام ونه کړي.

دغو ښځو وویل دوی د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دوی باید هېرې نه کړي.

افغانو ښځو دا احتجاجونه په داسې وخت کې کړي چې طالبان د حکومت جوړولو په هڅو کې وروستي پړاو ته نیژدې شوي دي او تمه ده چې ډېر ژر به خپل نوی حکومت اعلان کړي خو تر اوسه یې داسې څه نه دي ویلي چې د دوی په حکومت کې به ښځې هم برخه ولري که نه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG