لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ: د صوبې جېلونو کې تر ګنجایش زیات قیدیان دي، حقونه یې متاثره کېږي


پېښور ـــ د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ اجلاس په مهال د مخالفه ګوند جماعت اسلامي ښځينه غړې ويلي د صوبې په اتو جېلونو کې تر ګنجایش سېوا قيديان ساتل شوي چې وایي‌ له امله يې د هغوی بنيادي او بشري حقونه متاثره کېږي.

قانوني چارو پوهان وايي په عدالتونو کي د ججانو کمي، د پوليسو لخوا ناسمه پلټنه او په جېلونو کې د ابادۍ په تناسب سره د ودانیو نه جوړولو له امله د جېلونو په بېرکونو کې د قيديانو شمېر ورځ تر بلې سېوا کېږي.

بلخوا د جېلخانو د محکمې له پاره د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی خصوصي مرستيال شفیع الله وي او اې ډيوه ته ويلي چې صوبايي حکومت په موجوده جېلونو د بوج کمولو د پاره په بېلابېلو سیمو کې جېلونه جوړ کړي چې ورسره به په زړو جېلونو د قيديانو بوج کم شي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوند جماعت اسلامي ښځينه غړې حمېره خاتون په دې حلقه له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل چې د صوبې په ځينو جېلونو کې د 40 نه تر 60 فيصده پورې د حد نه سېوا قيديان ساتل شوي دي، نوموړې وايي د زيات تعداد له امله د سړو تر څنګ مېرمنې هم په زندانونو کې د بنيادي بشري او اييني حقونو څخه محرومه دي:

"د وزيراعلی د خپلې سیمې سوات او تېمرګرې په جيلونو کې هم حالات ابتر دي، پېښور جېل ته زه خپله ورغلې وم، په نورو جيلونو کې هم له مېرمنو سره ډېرې زياتې مسلې دا دي چې کومې ښځې قيدي شي هغوی سره ماشومان هم په جېلونو کې وي، نو يو غېر انساني سلوک دا هم دی چې هغه ماشومان د څه جرم پرته په دغو جېلونو کې وخت تېروي او بل زمونږ په جېلونو کې د مېرمنو او د ماشومانو د روزنې لپاره هیڅ بندوبست نه شته".

په اسمبلۍ کې د حميره خاتون لخوا وړاندې کړل شويو شمېرو تر مخه د پېښور په مرکزي جېل کې د 2820 قيديانو ګنجايش شته خو په دغه جېل کې 3139 قيديان بند کړل شوي دي.

وایي د ډېره اسماعيل خان په جېل کې د 350 پر ځای 446 قيديان، په بنو جېل کې د 690 پر ځای 999، کوهاټ جيل کې د 170 پر ځای 665، لکي مروت زندان کې د 96 پر ځای 243 او سوات جېل کې د 302 پر ځای 562 بنديان ساتل شوي دي.

د پېښور هايکورټ اېډوکېټ فرهاد اپريدي وي او ې ډيوه ته وويل چې حکومت په جيلونو کې د قانون مطابق د زياتو قيديانو د ساتلو بندوبست نه دی کړی چې له امله يې په جېلونو کې رش سېوا وي.

هغه زياته کړه چې په عدالتونو د زيات بوج له وجې هم د قيديانو خوشي کول د ځنډ ښکار وي:

"په جيلونو کې قيديان ځکه سېوا شي چې زمونږه تفتيشي عمل هم ناقص وي او بله دا چې دلته د ججانو تعداد هم پوره نه دی نو چې يو جج ته تاسو په يو ورځ کې 40 او 50 کېسونه ولګوئ هغه لوستل هم ګران وي نو په هغې کې د امروزه په شان ارډرز وشي او دغه شان روان وي، بيا عدالت ته د خلکو د رسېدو او وکيل ته د رسېدو وس نه وي نو بس هغه کېس داسې پروت وي او ملزم په جېل کې وي او په جيل کې تعداد دغه شان سېوا کېږي".

د جېلونو د محکمې لپاره د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی خصوصي مرستيال شفیع الله وي او اې ډيوه ته وويل په موجوده جېلونو د بوج کمولو لپاره حکومت نوي زندانونه جوړ کړي او هلته به سېوا قيديان ساتل کېږي:

"اوس زمونږه کافي جيلونه جوړ شو لکه سوات، بيشام، مردان، په پېښور کې فيز ټو باندې کار روان دی، هنګو کې اخري مرحلو کې دی، قانوناً د دوه قيديانو په منځ کې درې فټه فاصله پکار وي نو اوس تقريبا دغه شان وي، په کوهاټ کې مونږ سره چې کوم قيديان زيات دي هغه به هنګو ته واستول شي هلته به هم کم شي، يواځې دوه درې جيلونو کې سېوا دي هغه به هم کم کړل شي".

نوموړي زياته کړه قيديانو ته معياري خوراک مېلاوېږي او تقريباً په ټولو جيلونو کې بندي کسانو ته د ديني او دنياوي سبق ور ښودلو بندوبست هم شوی دی.

د خیبرپښتونخوا د داخله محکمې د شمېر تر مخه د روان کال تر وړومبۍ میاشتې پورې د صوبې په 38 جېلونو کې 11362 کسان بندي وو چې پکې 164 مېرمنې او 350 ماشومانو هم شامل وو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG