د پېښور ستاره مارکیټ چې وړاندې به د امریکایانو د غلا شوي سامانونو لپاره پېژندل کیدو او د لرې لرې به خلکو په دغه مارکیټ کې د خپل خوښې سامانونه اخستل. په ستاره مارکیټ کې خرڅیدونکي زیاتره سامانونه په افغانستان کې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیانو وو. خو د تیر څه وخت نه دغه مارکیټ شړ شوی او دوکانداران وايي د دوي کاروبار اغیزمن شوی. د ستاره مارکیټ اوسنې حال د وي او ای ډیوه خبریالان ابراهیم شینواري او هاشم علي په دې رپورټ کې وړاندې کوي.
د امریکایانو غلا شوي سامانونو لپاره مشهور ستاره مارکیټ ولې شاړ شوی؟