پاکستاني رسنۍ وایي دپنجاب دمظفر ګړهـ سیمې څخه یوه ښځېنه پولیس افسره یا سب انسپکټره تښتول شوې اؤ بیا پرې جنسي تیری شوی دی.
داتوار په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو ویلي ښځېنه پولیس افسره د یوې دوسیې په لړ کې په رکشه کې دمظفرګړهـ صدر تاڼې ته روانه وه چې په لاره کې تښتول شوې اؤ دچمن بائي پاس سره نزدې یو باغ کې پرې جنسي تیری شوی دی.
دمظفرګړهـ دپولیسو ویاند وایي دجنسي تیري ترڅنګ په دغه ښځېنه پولیس افسره تشدد هم شوې اؤ هغه دطبي مرستې دپاره روغتون ته لیږدول شوې ده.
دپولیسو ویاند وایي پولیسو په دې پېښه کې ککړ تن کاشف نیولی اؤ دهغه په ضد یې د ښځېنه پولیس افسرې دتښتولو،په هغې دتشدد اؤ جنسي تیري مقدمه درج کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دپنجاب دپولیسو مشر انعام غني په دې وروستیو کې دپنجاب په ګڼ شمیر سیمو کې دمیرمنو دځورونې په ضد مرستندویه څانګې فعالې کړي اؤ په میرمنو یې غږ کړی که چرې دوئ ټولنه کې دچا لخوا ځورول کیږي نو په ډاډه دې دغو څانګو کې ناستو ښځینه پولیس افسرانو ته خپل شکایتونه ور وړي.
پاکستان اؤ په ځانګړي ډول پنجاب ایالت کې په نزدې وختونو کې په میرمنو دجنسي تیري اؤ دبیلابیلو لارو دهغوئ دځورونې لړۍ چټک شوې دتیرې میاشتې په ۱۴مه نیټه د لاهور مینار پاکستان ته نزدې ښځینه ټک ټاکرې عائشه اکرم باندې په سوو خلکو برید کړی ؤ او جامې یې ورشلولې وې.
د بشرې حقونو کارمنده فرزانه باري وایي تر څو چې مونږ دا یوازې پیښې ګڼو، حالات نه شې بدلیدلی مونږ ته به په دې خبره څان پوهول وي چې په پاکستان کې دغه شان پیښې چې پرله پسې کیږې دا د طاقت څرګندولو یو داسې ویروونکی فکر دی چې ذمه وار یې ریاست خپله هم دی-
ډیوه سره په دې وروستیو کې خپلو خبرو کې فرزانه باري ویلي وؤ دلته په ښځو د زیاتي پرضد قوانین شته ، خو سزا چاته نه ورکول کیږي او د تورن پر ځائ د هر څه ذمه واره ښځه ګرځول کیږي.
د هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان په شمول دبشري حقونو دځېنو نورو ادارو له اړخه د راغونډو شوو شمیرو تر مخه په هیواد کې هره ورځ قابو یوولس د جنسې تیریو پیښې رامختې ته کیږي او زمکنۍ شمیرې د دغه راپور شوو شمیرو څخه څو چنده زیاتې دې ولې چې په لویې شمیر پیښې د سره رپورټ کیږې هم نه.
د دغه شمیرو تر مخه تیرو دشپږو کالو راهسې ۲۲ زره د جنسې تیریو پیښې راپور شوي خو پکې یوازې ۷۷ کسانو ته سزا ورکړی شوې ده