لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مارک ملي:افغانستان کې په پراخه کچه خانه جنګي پیل کیدای شي


دامریکایي پوځ مشر جنرال مارک ملي خبرداری ورکړی چې افغانستان د دخانه جنګۍ په لوري روان دی اؤ په داسې حال کې دترهګرې ډلې یو ځل بیا سر راپورته کولی شي.

امریکایي خبري شبکې فاکس نیوز سره خبرو کې جنرل ملي ویلي “په افغانستان کې چې څه روان دي هغې ته په کتلو زما عسکري تجربه وایي چې دا هیواد دخانه جنګۍ لوري ته روان دی”

هغه وایي ایا طالبان چې تر اوسه حکومت نه دی اعلان کړی،هغوئ به دپیاوړي اقتدار اؤ ګټورې واکمنۍ جوګه شي؟

خبري شبکه ای ایف پي د جنرال مارک ملي له خولې پخپل رپورټ کې لیکي” زه ګڼم چې هلته په پراخه کچه د خانه جنګۍ زیات احتمال دی اؤ ددې له امله به داسې وضعیت رامخې ته کیږي چې په حقیقت کې به دالقاعده دبیا منظم کیدو، د داعش اؤ نورو ترهګرو ډلو دبیا سر راپورته کیدو لامل جوړیدی شي”

هغه ویره ښودلې چې افغانستان کې یو ځل بیا داسې حالات سر راپورته کولی شي چې پکې به خلک د راتلونکې یو کال نه تر درېوؤ کالو موده کې د ترهګرۍ غوړیدنه پخپلو سترګو وویني.

کابل نه دامریکایي ځواکونو د ویستلو داعلان سره سم طالبانو دافغانستان دبیلابیلو سیمو دنیولو دپاره خپل بریدونه سیوا کړي وؤ خو دهیلو برعکس په ۱۵م اګست طالبان په پلازمینه کابل هم ور وختل اؤ تر هغې وروسته کابل نه بهرنۍ ځواکونو اؤ هغوئ سره کار کوونکو کسانو له دغه هیواده د وتلو بهیر چټک کړی ؤ.

په کابل د واک ټینګولو سره هم طالبان دافغانستان شمالي ولایت پنجشیر کې د مخالفې جبهې لخوا دمقاومت سره مخ دي اؤ رپورټونه وایي دغلته د دواړو خواؤ ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

دامریکا په ګګډون یو شمیر غربي هیوادونه اندېښنه لري چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته چرته بیا افغانستان دهاغو ترهګرو دپاره خوندي ځاله جوړه نه شي چې په دغو هیوادونو دبریدونو توان لري.

خو امریکې په ډاګه کړې ده چې که دافغانستان خاوره دکوم بل هیواد په ضد وکارؤل شوه نو ددې به سخت غبرګون مخې ته راځي.

(د وي او ای اردو څخه په مننه)

Recommended

XS
SM
MD
LG