لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مصر کې اووه پاکستانيانو ته د نشه يي توکيو د قاچاق په تور د مرګ سزا اورول شوې


د راپورونو ترمخه د مصر يو عدالت د اووه پاکستانيانو په ګډون لسو تنو ته د هيروينو او نورو نشه يي توکيو د قاچاق په تور قضيه کې د مرګ سزاګانې اورولي دي.

اې اېف پي خبري ادارې ویلي، د اتوار/يکشنبې په ورځ (پينځم ستمبر) د مصر يو عدالت دغه سزاګانې اورولي دي.

ويل شوي په لسو سزاوار کړی شوو کسانو کې اووه پاکستاني، يو ايرانی او دوه د مصر خپل وګړي دي.

خو په خبر کې د پاکستانيانو په اړه نور تفصيل نه دی ویلی شوی چې نومونه يې څه دي او د کوم ځای دي.

خو ویل شوي د دغو کسانو نه په کال 2019 کې په بحېره احمر کې د 159 ملينه ډالرو د قيمت نشه يي توکي ترلاسه کړی شوي وو.

اېجپټ انډېپنډنټ ویلي، دغو کسانو د ټنونو په حساب نشه يي توکي مصر ته قاچاق کول چې نيول شوي وو.

د يادې ورځپاڼې د خبر ترمخه په اپرېل 2190 کې په بحېره احمر کې قاچاقبرو په سمندري بېړۍ کې دغه نشه يي توکي وړل چې پکې 2147 کلوګرامه هيروين، 99 کلوګرامه کرسټل او پېسې هم ترلاسه کړې وې.

د مصر په اړه ويل کيږي په عرب هېوادونو کې د مرګ سزاګانې تر ټولو زياتې ورکول کيږي او د مرګ سزا د دار په ځړولو ورکولی شي.

د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه په مصر کې د مرګ د سزا ورکولو غندنه کوي، او اېمنسټي انټرنېشنل وايي په مصر کې په غېر منصفانه توګه عدالتي اورونې کيږي او خلکو ته د مرګ سزاګانې ورکولی شي.

د راپورونو ترمخه په کال 2020 کې په مصر کې 107 کسانو ته د مرګ سزا ورکړی شوې کومه چې د کال 2019 د 32 سزاګانو په پرتله درې چنده سېوا وه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG