د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي د افغانستان نه څلور امریکايان په ځمکنۍ لاره په خوندي ډول وتلي دي، دا په داسې حال کې چې طالبانو کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولې دي.
طالبانو چې افغانستان په لاس کې اخستی الوتکې يې ودرولي چې پکې امريکايانو او نورو افغانانو د دغه هېواده وتل غوښته، د امریکې د بهرنيو چارو وزارت يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، طالبانو د دغو کسانو لاره نه ده نيولې باوجود چې په دغو امریکايانو خبر وو.
امريکایي چارواکو دغه اعلان د بهرنيو چارو د وزیر انتوني بلينکن د قطر د سفر نه وړاندې کړی دی.
بلينکن د قطر سفر کړی چې د دغه هېواد مننه وکړي چې د کابل نه د زرګونو په شمېره کې د امریکايانو او افغانانو د وتلو په لړ کې يې مرستې کړي او دغه خلک قطر ته تللي دي.
د بهرنيو چارو وزارت ویلي دغو څلورو امريکايانو ته يې د ځمکې د لارې په وتلو کې اسانتياوې برابر کړي او دوی چې د افغانستان د پولې نه وتلي د امریکا سفارتي عملې يې هرکلی کړی دی.
خو چارواکي دا نه ده ښکاره کړې چې دغه امريکايان کوم هېواد ته تللي دي.
افغانستان د ايران، تاجکستان، ترکمانستان، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان سره ځمکنې پولې لري.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير به د قطر نه وروسته د جرمني سفر کوي په داسې حال کې چې امریکې په افغانستان کې د دوه لسيزو جګړه پای ته رسولې ده.
بلينکن د اتوار په ورځ ناوخته په يو ټويټ کې ویلي، قطر او د جرمني رامنسټاين ته ځي د قطر او جرمن دوستانو مننه به کوي چې د افغانستان نه د امریکايانو، افغانانو او نورو په وتلو کې يې د دوی مرسته کړې ده.
قطر لومړی ځای (سټاف) وو چې امریکايي الوتکو ورته د کابل نه د زرګونو په شمېره کې افغانان دغلته رسولي دي.
د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټن هم ويلي، د منځني ختیځ د اتحادي هېوادونو سفر کوي چې د افغانستان څخه د وتلو په عمل کې يې په مرسته کولو مننه وکړي. هغه ویلي د اتحادي هېوادونو د مرستې پرته د وتلو عمل ممکن نه وو.
بلينکن د جمعې په ورځ ويلي د جرمني په رامنسټاين کې به امریکايي اډې ته ځي د امریکايي ځواکونو شکریه به ادا کوي او د افغان کډوالو سره به ويني.
هغه زياته کړې چې د شورو/ چهارشنبې په ورځ به د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيکوماس سره په ګډه د 20 هېوادونو د وزيرانو د ورچويل غونډې مشري کوي.
ويل شوي دغو 20 هېوادونو د افغانستان څخه د وتلو په عمل کې او طالبان په خپلو ژمنو ټينګ ساتلو کې مرسته کړې ده.
طالبانو ژمنه کړې وه چې هغو افغانانو ته به خوندي لاره ورکوي څوک چې د افغانستان نه وتل غواړي خو بيا هم ډېر افغانان د طالبانو وعدو ته د شک په سترګه ګوري.
په افغانستان کې چارواکو ويلي د افغانستان په شمال کې د مزار شريف د هوايي اډې څخه څلور الوتکې چې افغان کډوال يې ويستل ودرول شوي دي.
او د امریکا د کانګرس غړي مايکل مېکوول فوکس نيوز ته ویلي شپږ الوتکې ودرول شوي چې پکې ځينې امریکايان هم وو.
بلينکن د جمعې په ورځ د افغانستان نه د وتلو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي يې دي په افغانستان کې په لږه شمېره کې امریکايان پاتې دي او د بهرنيو چارو وزارت د دوی سره په تماس کې دی.
د سپينې ماڼۍ چيف سټاف رون کلاين د اتوار په ورځ سي اېن اېن ته ویلي په افغانستان کې د 100 پورې امریکايان پاتې دي خو مېکوول ويلي د سوونو په شمېره کې امریکايان په افغانستان کې دي.
بلينکن ويلي امریکا په خپله ژمنه ولاړه ده چې هغه امریکايان چې د افغانستان نه وتل غواړي او د چا سره ويزې وي او نور افغانان چې په تيرو 20 کالو کې يې د امریکا مرسته کړې د دوی په ويستلو کې به مرسته کوي.