د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې په يوه چاودنه کې دوه پاکستاني پوځي سرتیري وژل شوي دي، پوځ ويلي په ډزو کې يې يو ترهګر هم وژلی دی.
د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ له قوله ويلي د نهې/سه شنبې په ورځ (7 ستمبر) د شمالي وزیرستان په دوسلي تحصيل کې په پوځ په ځمکه کې ښخ ماين چاودلی دی.
ويل شوي چاودنه په داسې حال کې شوې چې امنیتي ځواکونو په علاقه کې د پاکۍ عملیات کول.
په چاودنه کې 25 کلن سپاهي ضيا اکرم او 20 کلن سپاهي مصور خان وژل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان د دغه چاودنې زمه واري منلې ده، د پاکستان حکومت تحریک طالبان پاکستان لاقانونه ډله ګرځولې ده.
د پاکستان پوځ ویلي د چاودنې سمدست وروسته امنيتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
ويل شوي د عملياتو په مهال د ترهګرو سره په نښته کې يو ترهګر وژل شوی دی.
په وروستيو کې د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي چې پکې د زياترو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.
په پاکستان کې دا بريدونه په داسې حال کې سېوا شوي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.
د طالبانو د کابل نيولو سره داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان غړي راخوشي کړی شوي وو.
په څلورم ستمبر د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حمید د کابل سفر کړی او بيا طالبانو ویلي وو چې پاکستاني امنیتي پلاوي ورسره خپلې امنيتي اندېښنې څرګندې کړي او طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کاريږي.