لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د طالبانو په کابينه اندېښنه څرګنده کړې


امريکې په افغانستان کې د طالبانو په اعلان شوې کابينه اندېښنه څرګنده کړې چې ښځې پکې نشته او ځينې داسې کسان پکې شامل دي چې په تيرو وختونو کې پرې بندېزونه لګېدلي.

طالبانو پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (7 ستمبر) لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ویلي، د کابينې په خپاره شوو نومونو کې يواځې د طالبانو غړي يا د دوی نزدې همکاران دي او ښځې پکې نشته.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د يو شمېر کسانو د اړيکو او پخوا (سابقې) په اړه اندېښنه لري.

د طالبانو په کابينه کې داسې کسان شته چې د ملګرو ملتونو او امریکا لخوا په تورو لېسټونو کې شامل دي او د ځینو په سر د مغربي ملکونو لخوا انعامونه هم کېښودل شوي دي.

33 کسان چې طالبانو د کابينې اهمو عهدو ته اعلان کړي، لږ ترلږه څلور داسې کسان پکې شته چې د نومونو سره یې "حقاني" لیدل کیږي. په دې کې دوه یې معلومداره د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني د کورنۍ هغه غړي دي چې د امریکا له اړخه یې په هر یوه باندې د میلینونو ډالرو انعام ټاکل شوی دی.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وي او اې ته ویلي، امریکا د دغه اعلان ارزونه کوي.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند ویلي، "مونږ روښانه تمه څرګنده کړې چې افغان اولس د يو ټول شموله حکومت حق لري".

ویاند ويلي، طالبان به خپلې دغه ژمنې ته ټينګ ساتي چې بهرنيو وګړو او هغو افغانانو ته چې سفري اسناد لري دوی ته به لار ورکوي.

هغه زیاته کړې دوی به دغه تمه هم په ځای ساتي چې طالبان به يقيني کوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد دپاره د خطرې په توګه نه کاريږي او افغان اولس ته به بشري مرستو ته رسايي لري، او نړۍ دا هر څه د نزدې نه ګوري.

د طالبانو په اعلان شوې کابينه کې ملا محمد حسن اخوند یې رئیس الوزراء یا وزیراعظم او ملا عبدالغني برادربه د هغه لومړی مرستیال او مولوي عبدالسلام حنفي به يې دویم مرستیال وي.

په دې لنډ مهاله کابينه کې مولوي محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني د داخله چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي د خارجه چارو سرپرست وزیر او ملا عبدالحق وثیق د عمومي استخباراتو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG