لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له افغانستانه تازه ورغلي 700 افغان کډوال بیرته تر پولې اړولي


واشنګټن ـــ پاکستان هغه 700 افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته شړلي چې د طالبانو له واک تر لاسه کولو وروسته د سپین بولدک له لارې بلوچستان ته ورغلي وو. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د حکومت پر دې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بلوچستان حکومت چارواکي وایي وړمه ورځ یې له کراچۍ، لسبېلې، کوټې، کچلاغ او نوشکي سیمې څخه تر اووه سوه زیات افغان کډوال په یو شمېر موټرو کې د قافلې په بڼه بیرته تر پولې اړولي دي.

صوبایي حکومت وایي دغه نوي ورغلي افغانان د کندهار، کابل او هلمند اوسېدونکي وو،‌ چې وایي په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل وو. د کوټې کمیشنر سهېل الرحمن بلوچ رسنیو ته وویل:

"دغه افغانې کورنۍ مو افغانستان ته ولېږلې ځکه چې دوی په غیرقانوني توګه پاکستان ته راغلې وې".

سهېل الرحمن بلوچ وایي ګڼ شمېر کورنۍ چې په بېلابېلو لارو د چمن له لارې ور اوښتې وې په کچلاغ او د بلیلي په سیمه کې یې لنډمهالي کېمپونه جوړ کړي وو. وایي تر څو چې د پاکستان حکومت پرېکړه نه وي کړې دوی به غیرقانوني راتلونکي افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته شړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند قیصر اپریدی وایي، د دوی اداره هم په دې اندېښمنه ده چې افغان کډوال بیرته خپل وطن ته لېږل شوي دي.‌ قیصر اپریدي وي او اې ډیوه ته وویل:

"موږ دا خبره بیا بیا کوو هغه ګاونډي هېوادونه چې له افغانستان سره دي باید هغو خلکو ته چې ژوند ته یې خطر دی باید لار او پناه ورکړي، ځکه چې هلته لا تر اوسه بې باوره حالت دی، په دې حواله موږ د پاکستان او ایران ملاتړ کوو که دوی داسې خلک را پرېږدي".

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن پښتونخوا ملي عوامي ګوند یواځینی غړی نصرالله زېری وایي د نړۍ هیڅ قانون اجازه نه ورکوي چې کوم خلک د جنګ او بدامنۍ له حالته بل هېواد ته ځي نو هغوی ورته پوله نه بندوي:

"دوی [حکومت] چې دا عمل کړی دی او اووه سوه کسان یې تر پولې اړولي دي موږ د دې کار سخته غندنه کوو".

نصرالله زېري له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د پاکستان د دې ګام پوښتنه دې وکړي او کوم افغان کډوالو چې پاکستان ته ورځي هغوی ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ورځو کې د سپین بولدک له لارې زرګونو افغانانو د چمن له لارې پاکستان ته تلو هڅه کوله، خو پاکستاني چارواکي وایي دوی یواځې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې قانوني اسناد پاسپورټ، ویزه، افغان تذکره یا پاکستانی شناختي کارډ لري.

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شېخ رشید احمد هم په روانه اوونۍ کې ویلي وو چې دوی نورو افغان کډوالو ته ځای نه شي ورکولای، د ده په وینا له وړاندې هم په پاکستان کې تر درې میلینه زیات افغان کډوال مېشت دي او د نورو د اوسولو جوګه نه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG