لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان به 200 امریکايانو او نورو بهرنيانو ته د افغانستان نه د وتلو اجازه ورکړي، رپورټ


طالب مشرانو منلې چې 200 امریکايانو او نورو بهرنیو وګړو ته به اجازه ورکړي چې د کابل څخه په چارټر الوتکو کې ووځي، دغه خبر رويټرز خبري ادارې ورکړی دی.

په خبر کې د امريکايي چارواکو د سرچينو له قوله ويل شوي، په طالبانو د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د لارې فشار اچول شوی دی.

د خبر ترمخه تمه ده چې دغه کسان نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ (نهم ستمبر) ووځي، خو دا نه دي ويل شوي چې دا هغه کسان دي چې په مزار شريف کې نښتې دي د چا چارټر الوتکې ته چې اجازه نه وه ورکړل شوې.

دا تازه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنتوني بلینکن د طالبانو نه غوښتي چې له افغانستانه دې چارټر الوتکو ته د وتلو اجازه ورکړي، ځکه چې د ځینو رپوټونو په وینا په دغو الوتکو کې تلونکي امریکایي وګړي او له خطر سره مخ افغانان د مزار شریف په هوایي ډګر کې بند پاته دي.

بلینکن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د جرمني په رېمسټاین پوځي مرکز کې له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې طالبان چارټر الوتکو ته اجازه نه ورکوي.

نوموړي ويلي وو طالبان دعوه کوي چې دغه کسان د سفر قانوني اسناد نه لري، نوموړي وغوښتل چې "دغه چارټر الوتکې دې پرېښوول شي چې له افغانستانه روانې شي او مونږ به هره ورځ دا ډاډ تر لاسه کوو چې بهر تلونکو ته اجازه ورکړل شي".

امریکې په 30 اګست په افغانستان کې د خپل حضور پای ته رسولو ويلي وو.

په 30 اګست سپينې ماڼۍ په جاري کړي بيان کې د صدر بايډن له قوله ویلی وو، په تيرو 17 ورځو کې امریکايي ځواکونو د امریکا د هوايي چلند په تاریخ کې تر ټولو زيات يو لک 20زره امریکايان، د اتحاديانو وګړي او افغان همکاران ويستلي دي.

امریکايي صدر ویلي وو، د بهرنیو چارو وزير ته يې ویلي، چې د نړیوالو همکارانو سره په تماس کې پاتې شي چې هغه امریکايان، افغان همکاران يې او بهرني وګړي چې د افغانستان نه وتل غواړي خوندي لار ورته یقيني کړي.

بايډن زياته کړې وه د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د قرارداد ترمخه نړيواله ټولنه د طالبانو نه تمه لري چې پرمخ به ځي او د سفر ازادي به ورکوي.

د طالبانو ویاند او د نوې کابینې له مخې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد دوې ورځې وړاندې پخپله خبري غونډه کې ویلي وو، هغو خلکو ته به له هېواده د وتلو اجازه ور نه کړي چې قانوني اسناد نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG