لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي دطالبانو داسې حکومت سره کار کولی شي چې خپلې ژمنې اؤ ذمه وارۍ پوره کړي


په افغانستان کې دطالبانو لخوا دخپل حکومت اعلانولو وروسته که تر دې دمه هرڅو لا هیڅ یو هیواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو بیا هم دطالبانو حکومت سره دهمکارۍ په اړه په نړیواله کچه بحثونه تاوده دي.

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر انتهوني بلینکن پخپل یو تازه بیان کې ویلي چې امریکا دطالبانو دهغه حکومت سره کار کولی شي چې خپلې ژمنې اؤ مسولیتونه سرته ورسوي.

ښاغلي بلینکن ویلي "خو که چرې طالبان خپلې ژمنې سرته ونه رسوي نو بیا به ورسره امریکا همکاري ونه کړی شي"

هم په دغه موضوع په دوحه کې دامریکې دبهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ دامریکایي چارواکو اؤ دملګرو ملتونو دعمومي سکتر دمرستیال مارټن ګرفتس ترمنځ یوه مهمه غونډه شوې ده چې په دې غونډه کې څېړنکار ارشد یوسفزئ هم د مارټن ګرفتس دمعاون په توګه برخه اخستې ده.

ښاغلی ارشد یوسفزی وي او ای ډيوه ته وایي چې غونډه کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر انتهوني بلینکن افغانستان کې دبشري حقونو په ځانګړي ډول دمیرمنو دحقونو، رزوګار اؤ دجینکو دتعلیم په اړه خپلې ژورې اندېښنې ښودلي دي.

دارشد یوسفزی په وینا دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ویلي دطالبانو ویناګانې که هر څو مثتبتې دي خو ولې امریکا به د دوئ عملي ګامونو ته کتنه کوي اؤ ګوري به چې دوئ په عمل کې څه کوي اؤ خپلې ژمنې تر کومه حده پوره کوي؟

طالبانو دخپل حکومت اعلانولو نه مخکې ژمنه کړې وه چې یو داسې ټول شموله حکومت به اعلانوي چې دافغانستان دټولو خواؤ استازیتوب به وکړی شي خو اوس چې هغوئ خپله کومه ۳۳کسیزه لنډ مهاله کابینه اعلان کړې ده نو په هغې کې یوازې طالبان اخستل شوي اؤ دښځو،لږکیو اؤ ځوانانو په شمول پکې هیچاته نمایندګي نه ده ورکړل شوې.

دطالبانو په نوې کابینه امریکې اؤ ملګرو ملتونو هم خپلې اندېښنې ښودلي دي خو طالبانو له دنړیوالې ټولنې اندېښنو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی .

دطالبانو په کابینه کې ځېنې داسې کسان هم د وزیرانو په توګه شامل کړل شوي چې هغه دامریکې اؤ ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل دي اؤ امریکې یې پسر انعامونه هم ویستي دي.

خبریال ارشد يوسفزي زياته کړه هغه ګڼي چې امریکا افغانستان یوازې نه پرېږدي ځکه چې افغانستان دا مهال په یو بد وضعیت کې دی اؤ اقتصادي مرستو ته اړتیا لري.

خو هغه بیا وایي دا اوس د طالبانو په عمل پسې تړاؤ لري چې هغوئ به داسې ګامونه واخلي که نه چې نړۍ اؤ امریکا پرې قانع شي.

دهغه په وینا "زه دا ګڼم چې طالبان به اوس مثبت ګامونه اخلي اؤ دنړۍ دغه اندېښنې به کموي اؤ ما پخپله هم داسې ولیدل ځکه چې طالبانو مو دملګرو ملتونو له لوري دوه،درې غوښتنې وکړې اؤ هغوئ دغه غوښتنې ومنلې"

هغه وایي دطالبانو دځېنو ویناؤ اؤ عملي ګامونو نه داسې څرګندیږي چې هغوئ دنړۍ باور ترلاسه کول غواړي اؤ په دې لړ کې مثبتې ارادې لري.

دامریکې دبهرنیو چارو اؤ ددفاع وزارت چارواکو دطالبانو کابینه کې دځېنو کسانو په ځانګړي ډول دحقاني شبکې دمشرانو په شاملولو اندېښنې ښودلي .

دا هغه کسان دي چې نومونه یې په تور نوم لړ کې شامل دي خو طالبان وایي چې دحقاني دکورنۍ غړي دطالبانو غړي دي اؤ په دې اړه دامریکې اندېښنې بې ځایه دي.

خو طالبانو بیا دخپلې کابینې په اړه دامریکې اندېښنې رد کړي اؤ پخپل یو تازه بیان کې یې ویلي دتور لسټ په اړه د امریکې نوی دریځ د دوحې د تړون څخه سرغړونه ده.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG