لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د کابل هوايي اډې څخه د امریکايانو او نورو بهرنيانو الوتکې ته د تلو اجازه ورکړې


طالبانو د امريکا د پوځي عملياتو پای ته رسولو وروسته د کابل هوايي اډې څخه لومړۍ چارټر الوتکې ته د الوت اجازه ورکړې ده، دغه الوتکه د زیارت/پنجشنبې په ورځ (نهم ستمبر) دوحې ته روانه شوې ده، امريکې په 31 اګست په افغانستان کې پوځي عمليات پای ته رسولي وو.

د سپينې ماڼۍ د امنیتي شورا وياندې ايملي هورن ويلي، نن د امریکې حکومت د کابل د حامد کرزي هوايي اډې څخه د قطر ايير وېز الوتکې ته د امریکايانو او نورو قانوني مستقل استوګنو د تګ اسانتيا برابره کړه، مونږ تاييدو چې دغه الوتکه په خوندي ډول قطر ته رسېدلې ده.

هغې ویلي، طالبانو هم د دغه چارټر الوتکې په تلو کې مرسته کړې، لچک يې ښکاره کړی، او دا لومړی ښه قدم دی.

وياندې زیاته کړې امریکا به دغه هڅې جاري ساتي امريکايانو، په امريکا کې قانوني مستقل استوګنو او هغو افغانانو چې د امریکا مرستې يې کړي او د افغانستان نه وتل غواړي د دوی د خوندي سفر اسانتياوې به برابروي.

رویټرز او اې اېف پي خبري ادارو ويلي، په دغه الوتکه کې 113 مسافر سواره وو چې پکې 21 امریکايان يا قانوني استوګن، 43 کېنېډين او 13 ډچ يا هالېنډيان وو، د دغو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دغه خبر تاييد کړی دی.

د الوتکې يو کېنېډين مسافر الاها ويلي، د کوزېدو پورې په الوتکه کې نه دی اوده شوی او د کابل حالات د اټکل وړ نه وو او نا ارامه وو.

اې اېف پي ویلي د قطر په هوايي اډه د دغو مسافرو سره ماشومان هم ليدل کېده چې په بس کې سورېده، د چرته نه چې دوی د خپلو هېوادونو الوتکو پله تله.

د زيارت په ورځ د کابل په هوايي اډه د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القطحاني خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، دا د وتلونکو الوتکه نه ده خو ويلي يې په دې الوتکه کې امریکايان او نور مغربيان سواره دي. هغه ويلي ښايي د جمعې په ورځ هم دغه ډول الوتکه روانه شي.

د قطر د استازي سره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د قطر او متحده عرب اماراتو پوهان کار کوي چې په هوايي اډه نظام بيرته په ځای کړي او کمرشل الوتکې هم روانې شي.

هغه ويلي ډېر زر به هوايي اډه فعاله شي، کورنۍ او نړيوالې الوتکې به ترې روانې شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د کابل د هوايي اډې نه د زيارت په ورځ روانې شوې الوتکې د سورو کسانو په اړه نور مالومات نه دي شريک کړي.

خو ويلي يې دي څنګه چې يې ژمنه کړې وه امريکايان او نور به اوباسي هغه کار روان دی.

روانه اوونۍ د امریکا د بهرنيو چارو او دفاع وزیران انتوني بلينکن او لوېډ اسټن د قطر د امیر شېخ تميم بن حماد الثاني سره ليدلي او په کابل کې د پاتې امریکايانو او نورو کسانو د ویستلو په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

د امریکې انتظاميې ويلي د قطر سره د کابل د هوايي اډې څخه د الوتکو په اړوند کار کوي.

هزامي برمادا چې په افغانستان کې ازاد بشري مرستیال دی او د وتلو په هڅو کې شامل دی، هغه ويلي، ډېر افغانان چې د خطرو سره مخ دي او امریکايان اوس هم په افغانستان کې نښتې دي، هغه ويلي دغه کسان به د زرګونو په شمېره کې وي.

برمادا ويلي 705 کسان چې 9 تنه پکې امریکايان، 9 پکې قانوني د استوګنې اسناد لرونکي او 170 د اېمګرېشن ويزه لرونکي شامل دي د مزار شريف په هوايي اډه تلو ته په تمه دي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي دا څرګنده نه ده چې د مزار شریف په هوايي اډه څومره چارټر الوتکې دي خو په دوه الوتکو خبر دي چې د الوتو په هڅه کې دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د جرمني په رامسټاين ښار کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، طالبان دغو الوتکو ته د تلو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د کلتوري کمېشن غړي بلال کريمی د زيارت په ورځ وي او اې ته ویلي د بهرنيانو د افغانستان نه د وتلو په اړه اندېښنې غلطې دي.

هغه ویلي کمرشل الوتکې ځنډېدلي دي او ډېر زر چې څنګه روانې شي هر څوک چې د قانوني اسنادو سره تلل غواړي دوی به په ازاده تګ وکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG