لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان د افغان کرکټ لوبډلې د کپتانۍ څخه استعفا ورکړې


د افغانستان ستوري کرکټ لوبغاړي راشد خان د شل اووريزې (ټي ـ ټيونټي) لوبډلې د کپتانۍ څخه استعفا ورکړې ده، خان استعفا په داسې حال کې ورکړې چې په نهم ستمبر د افغانستان کرکټ بورډ د ټي ـ ټيونټي 2021 نړيوال جام دپاره لوبډله اعلان کړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټي ـ ټیونټي نړيوال جام دپاره په شل کسيزه لوبغاړو مشتمله ډله کې د لوبډلې کپتان راشد خان او نجيب ځدران مرستيال کپتان اعلان کړي وو.

راشد خان د خپلې استعفا په اړه په ټویټر ویلي،

"د کپتان په حېث زه د قوم يو زمه واره تن يم او زه دا حق لرم چې د لوبډلې په جوړولو يا ټاکنه کې برخه واخلم، خو د ټاکنو کمېټۍ او کرکټ بورډ زما نه د لوبډلې په ټاکنه کې مشوره نه ده اخستې. زه د کپتانۍ نه استعفا ورکوم. او د افغانستان دپاره به په وياړ لوبېږم".

د افغانستان کرکټ بورډ د راشد خان د استعفا په اړه په رسمي ډول تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) د 17 اکتوبر نه تر 14 نومبر 2021 پورې د ټي ـ ټيونټي نړيوال جام د سياليو اعلان کړی چې په متحده عرب اماراتو او عمان کې به ترسره کيږي.

د ټي ـ ټيونټي 2021 په نړيوال جام کې به 16 لوبډلې برخه اخلي.

راشد خان خان د کرکټ لوبډلې د کپتانۍ نه استعفا په داسې حال کې ورکړې چې طالبانو په 15 اګست افغانستان نيولی او په اووم ستمبر يې کابينه اعلان کړې ده او بيا طالبانو د ښځو په کرکټ بندېز لګولی دی.

د طالبانو د کلتوري کمېشن مرستیال مشر احمد الله وثیق د اسټرېلیا ایس بي‌ ایس ټیلیویژن ته په مرکه کې ویلي، اوس د رسنیو زمانه ده او د لوبو په وخت به د ښځو عکسونه او وېډیوګانې جوړېږي وایي "دا د ښځو بې ستري ده":

احمد الله وثیق وایي "اسلام او اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې ښځې کرکټ وکړي یا داسې لوبې چې په هغو کې د دوی بې ستري راځي او ټول خلک یې وویني اسلام د دې اجازه نه ورکوي".

د کرکټ نړیوالې شورا په دغه اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي په دې اړه د افغانستان حالات له نزدې څاري او په خپله راتلونکې غونډه کې به په دې اړه خبرې کوي.

د روانې ستمبر په مياشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د درې يو ورځنیو سیاليو ټاکل شوی سيريز هم د اګست په مياشت کې د افغانستان کرکټ بورډ ځنډولی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG