لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيبرا لاينز: القاعده اوس هم په افغانستان کې ده او طالبانو ورته پناه ورکړې


د ملګرو ملتونو د افغانستان دپاره ځانګړې استازې ویلي، "القاعده اوس هم په افغانستان کې ده، طالبانو ورته په ښکاره هرکلی ويلی او پناه يې ورته ورکړې ده، داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده کېدی شي چې پیاوړې شي".

د ملګرو ملتونو د افغانستان دپاره ځانګړې استازې ډيبورا لاينز دغه خبرې په نهم ستمبر د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

هغې ویلي په 15 اګست چې کابل د طالبانو لاسو ته ورغلی، د کابل په هوايي اډه يې د زرګونو د خلکو د ويرې حال ویلی او زیاته کړې يې ده په ملينونو افغانان اوس دې ته پاتې دي چې طالبان به څنګه حکومت غوره کوي.

هغې ويلي "بايد د ځان نه وپوښتو چې د مشکلاتو سره مخ افغانانو دپاره څه کولی شو او د ملګرو ملتونو امنیتي شورا او غړي هېوادونه، ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه، پکارده چې دغو حالاتو ته يو موټی شي".

ډيبورا لاينز د طالبانو د 33 کسيزه اعلان شوې کابينې په اړه ویلي، "هغوی چې د ټولشموله کابيني تمه يې لرله مايوسه شوي دي، د طالبانو په کابینه کې ښځې نشته، غېر طالب غړي پکې نشته، د تير حکومت او لږکيو څوک پکې نشته. په کابينه کې زیاتې هغه څهرې دي کوم چې د کال 1996 نه تر 2001 بورې د طالبانو په واکمنۍ کې وې".

هغې زياته کړې چې "د طالبانو په 33 کسیزه کابينه کې د وزيراعظم (لومړي وزیر) او د هغه د دوه مرستیالانو او بهرنيو چارو د وزیر سره پکې د ډېرو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لسټ کې دي"، هغې د غونډې په ګډون والو غږ کړی چې "د بندېزونو د لسټ او د افغانستان په راتلونکې د هغې د اغېزو په اړه پرېکړه وکړي او ګامونه پورته کړي".

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې غږ کړی چې "سر له مخه په افغانستان کې په بشري ناورین (بحران) تمرکز وکړي زياتره په کليوالو سيمو کې حالات ډېر خراب دي. او دغه ناورين د بندېزونو د لرې کولو د سياسي پرېکړې پورې انتظار نه شي کولی".

د راتلونکي بحران په اړه هغې پام راګرځولی چې د نړیوالې ټولنې غړو د اربونو اثاثې تړلي دي او د پوهېدو وړ هدف دا دی چې دغه فنډونه طالبانو ته ور نه کړی شي.

هغې زیاته کړې "سخت اقتصادي بحران به نور په ملينونو خلک د لوږې سره مخ کړي او د افغانستان نه به د کډوالو څپې رامنځته کړي او افغانستان به نسلونه شاته بوځي"، هغې د افغانستان د کرنسۍ راټيټېدو او بيو لوړېدو هم ویلي دي.

اغلې "افغانستان ته د پېسو لېږلو ويلي خو ورسره يې دا هم زياته کړې چې دا خبره يقيني کړی شي چې دغه پېسې د ضرورت په ځای کې پکار راوستل شي نه چې طالبان يې بې ځايه يا غلط ځای وکاروي".

د ډيبورا لاينز تفصيلي وېنا د يوناما په وېب پاڼه خپره کړی شوې ده.

طالبانو دغه وېنا ته په سمدستي ډول کوم غبرګون نه دی ویلی خو له دې وړاندې طالبانو د کابل نيولو وروسته ویلي د افغانستان خاوره به د چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG