لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاقزي امنیتي شورا ته په طالبانو د بندېزونو لګولو او په رسميت نه پېژندلو خواست کړی


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي (مندوب) غلام اسحاقزي د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه کړې چې طالبان په رسميت ونه پېژني (تسليم نه کړي) او نور بندېزونه پرې ولګوي.

د زيارت/پنجشنبې په ورځ (نهم ستمبر) د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا ورچويل يا انلاين غونډې ته په وېنا کې نوموړي ويلي د طالبانو په لنډ مهاله کابینه کې شاملو کسانو دې د بهرنیو هېوادونو سفري بندېزونه ولګول شي او لګېدلي بندېزونه دې پرې نور سخت کړی شي.

اسحاقزی چې د اشرف غني د حکومت برخه وو، او هغه اوس هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب کوي.

نوموړي له دې وړاندې هم د طالبانو په اعلان شوې کابينه نیوکې کړې وې چې په 33 کسيزه کابينه کې يې 17 کسان د ملګرو ملتونو د بندېزونو په لسټ کې دي، چې پکې يې وزيراعظم، دوه مرستيالان، د دفاع او بهرنيو چارو وزير هم شامل دي.

هغه زياته کړې چې افغان ولس احتجاجونه کړي کوم چې طالبانو ته پېغام ورکوي چې د هغو لخوا جوړ نظام يو افغان وګړي ته هم د منلو وړ نه دی.

د اې اېف پي ترمخه افغان استازي د امنيتي شورا د غونډې ګډوالو ته ويلي په افغانستان کې دې تر هغې وخته يو حکومت هم په رسميت ونه پېژني څو پورې چې په حکومت کې د هرې طبقې استازيتوب نه وي.

نوموړي تور لګولی طالبانو په وروستيو کې په پنجشير ولايت کې سخت ظلمونه کړي دي. هغه دا هم ويلي چې طالبانو د بشري حقونو سرغړونه کوي او دا په جنګي جرمونو کې راځي او حالات يې نور کړکېچن کړي دي.

اسحاقزي په طالبانو تور لګولی چې خلک لټوي او وژني يې.

هغه ويلي طالبانو ته د بهرنيو ترهګرو ډلو او پټو ادارو لخوا ملاتړ ترلاسه دی، خو د کومو ادارو نومونه يې نه دي ویلي.

نوموړي په مشکلاتو کې ښکېل افغانانو دپاره په بشري بنيادونو د مرستو غوښتنه هم کړې ده.

(خبر د وي او اې اردو په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG