لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:دنړېوالې ټولنې هېلو ته په ورنزدې کیدو طالبان ځانته اساني پیدا کولی شي


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي که چرې طالبان دنړېوالې ټولنې هېلو ته ورنزدې کیږي نو له دې لارې به هغوئ ځانته اساني پیدا کړی شي اؤ که دخپلو ژمنو په ترسره کولو بریالي کیږي نو نیک نامي به یې ورسره زیاتیږي.

پخپل یو بیان کې دبهرنیو چارو وزیر ویلي‌ افغانستان کې انساني بحران دافغان وګړو،سیمې اؤ نړۍ په ګټه نه دی اؤ دغه هیواد دانساني بحران یا کړکیچ نه ژغورل دټولو ګډ مسولیت دی.

پاکستان د اشرف غني د حکومت په مهال هم او د طالبانو تر کنټرول وروسته هم تل په دې ټینګار کولو چې په افغانستان کې باید داسې یو حکومت جوړ شي چې ټول اړخونه پکې برخه ولري، خو د طالبانو لنډمهالی حکومت د نړۍ اکثر هېوادونه ټولشموله نه ګڼي خو پاکستان پرې غلی دی.

ښاغلي قریشي ویلي په تیرو وختونو کې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد کارؤل کیده خو اوس چې طالبانو ویلي دافغانستان خاوره به دپاکستان په ضد کارؤل کیدو ته نه پریږدي نو باید ددې بیان یې ډاډګیرنه وشي.

دپاکستان نور دولتي مشران هم وخت په وخت دعوې کوي چې افغانستان کې به دطالبانو حکومت دپاکستاني طالبانو تحریک دپاکستان پرضد دجګړې نه منعې کړي خو په دې وروستیو کې دافغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وؤ چې دپاکستان په ضد د ټي ټي پي جګړه افغانستان پسې تړاؤ نه لري.

په پینځلسم اګست دطالبانو لخوا دکابل نیولو نه راپدیخوا پاکستان کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه شوي چې ذمه واري یې دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

شاه محمود قریشي زیاته کړې ده چې پرون دقطر د وزیراعظم مرستیال اؤ دبهرنیو چارو وزیر دپاکستان په سفر راغلی ؤ اؤ دلته یې وزیراعظم عمران خان سره لیدلي وؤ اؤ په خارجه وزارت کې دپاکستان اؤ قطر ترمنځ دډلو په کچه خبرې شوي چې د سر ټکی یې افغانستان ؤ.

هغه ویلي په دې وروستیو کې د ۲۰ نه د زیاتو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو سره دهغه خبرې اترې شوي اؤ دافغانستان په اړه یې ورته دپاکستان دریځ ورته مخې ته اېښی دی .

نوموړي زیاته کړې پاکستان غواړي چې افغانستان کې بشري بحران سر راپورته نکړي اؤ ددې دپاره دخپله انده دغه هیواد سره کوټلې مرستې کوي.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او د نوي ګوند ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پنجشنبې په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي د پاکستان حکومت د اشرف غني د حکومت په ضد یوه بیانیه جوړه کړې وه او د طالبانو د ملګرتیا په خاطر یې د ټول شموله حکومت خبره کوله.

محسن داوړ وایي د اشرف غني په حکومت کې هم د افغانستان ټول اړخونه شامل وو، خو وایي پاکستان دې سره هیڅ دلچسپي نه لري چې هلته د ټولو اړخونو استازی حکومت وي بلکې دلچسپي یې دا ده چې په کابل کې د خپلې خوښې حکومت ولري.

خو پاکستان بیا افغانستان کې دمداخلې اؤ دخپلې خوښې دحکومت تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې یوازینی مقصد یې په دې هیواد کې دامن اؤ سولې ټینګښت دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG