لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 9/11 پېښه: "د نړۍ د اوسني تاریخ تر ټولو خونړۍ پېښه چې 2,996 تنه پکې و وژل شول"


واشنګټن ـــ د یوولسم ستمبر 2001م کال د پېښې نن شل کاله پوره شول، په دې پېښه کې تقریباً درې زره کسان وژل شوي وو او دا د نړۍ د اوسني تاریخ تر ټولو خونړۍ د ترهګرۍ پېښه بلل شوې ده.

امریکا د دې پېښې ذمه واره القاعده ډله ګڼلې وه او د دې ډلې د ځپلو لپاره یې خپل پوځونه افغانستان ته لېږلي وو، چې تر شل کلنې جګړې وروسته یې تېره میاشت بیرته په مکمله توګه را وایستل.

د امریکې د دفاع وزارت د شمېر له مخې امریکا په افغانستان کې 19 کاله، لس میاشتې، درې اوونۍ او دوې ورځې په جګړه کې پاته شوه چې وایي په دې مهال یې لږ تر لږه 2,325 پوځیان په جګړه کې و وژل شول او بې شمېره عام افغانان پکې و وژل شول.

ټاکل شوې چې ولسمشر جوبایډن سبا د ستمبر د یوولسمې د غبرګو پېښو په اړه ولس ته وینا وکړي او د دغو پېښو د قربانیانو په درو ځایونو کې به هغوی ته درناوی وړاندې کوي او دا هغه پېښې وې چې امریکا یې د تاریخ په تر ټولو اوږده جګړه کې ښکېله کړه.

د یوولسم ستمبر د پېښې په تړاو د القاعده ډلې او طالبانو د ځپلو لپاره جګړه پیل شوه چې د ترهګرۍ ضد جګړې نوم ورکړل شو او دا جګړه افغانستان، عراق او د نړۍ نورو برخو ته تر افریقې پورې هم وغزېده.

په عراق کې د ترهګرۍ ضد جګړې په مهال 4,500 امریکایي پوځیان او په لکونو عام خلک و وژل شول.

له هغې لانجمنې پرېکړې وروسته چې ټول امریکایي پوځیان د اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه و ایستل شو، د ولسمشر بایډن ادارې د دې لپاره چې شل کلنه جګړه شاته پرېږدي، ځینې داسې اسناد افشا کړي چې کېدای شي د یوولسم ستمبر پر پېښه رڼا واچوي او د طالبانو له سختدریځي حکومته فاصله وساتي.

سبا د شنبې- خالي په ورځ به ولسمشر جوبایډن د یوولسم ستمبر د پېښې درېواړو ځایونو ته ځي: لومړی نیویارک ښار ته چې د ستمبر د یوولسمې د سهار پر 8:46 بجې یوه امریکایي الوتکه د دې ښار د نړیوال تجارتي مرکز د شمالي اړخ له ودانۍ سره وجنګول شوه او تر هغه اوولس منټه وروسته یوه بله امریکایي الوتکه د دې مرکز له جنوبي ودانۍ سره وجنګول شوه.

ولسمشر بایډن به واشنګټن ته نیژدې د امریکې پوځي مرکز پېنټاګان ته هم ځي چې د نیویارک له پېښې 34 مینټه وروسته یوه بله امریکایي الوتکه له دې مرکز سره ټکر شوه.

ولسمشر بایډن او د ده مرستیاله کامیله هېرس به بیا د امریکې په پنسلوېنیا ایالت کې هم د یوولسم ستمبر د وروستۍ الوتکې د پېښې قربانیانو ته درناوی وړاندې کوي.

د امریکې د ملي امنیت مرستیاله الیزابیت شېرووډ-رنډال وایي د یوولسم ستمبر له پېښې دوې لسیزې تېرې شوې دي خو وايي څه چې ارزښت لري هغه دا دي چې بله د ترهګرۍ داسې غټه پېښه په نړۍ کې ونه شي.

مېرمن الیزابیت په واشنګټن کې د اټلانټیک کونسل په نامه د نړیوالو څېړنیو په مرکز کې روانه اوونۍ د خبرو په مهال وویل، اوس د ترهګرۍ خطر بدل شوی دی:

"د یوولسم ستمبر له پېښې مو دا زده کړل چې د امریکا خلک څنګه له ترهګرۍ و ژغورل شي. په کور دننه او بهر له یو لړ ګامونو وروسته امریکا د دې وړتیا لري چې د یوولسم ستمبر غوندې د یو بل برید مخه ونیسي".

امریکا په داسې وخت کې د یوولسم ستمبر د پېښې شل کلن یاد لمانځي چې په افغانستان کې یې د تاریخ د اوږدې جګړې کار ایله لس ورځې مخکې پای ته رسېدلی او په جګړه کې ښکېل پوځیان یې خپلو کورونو ته را ستانه شوي دي.

خو یوې خواته د امریکې تر وتلو وروسته پر افغانستان یو ځل طالبان واکمن شوي دي او بل لور ته ملګرو ملتونو بیا ویلي چې القاعده ډله لا هم په دې هېواد کې موجوده ده او طالبانو ورته ځای ورکړی دی او دا هغه ډله ده چې امریکا یې د ځپلو لپاره افغانستان ته پسې ورغله او دې ډلې ته د پناه ورکولو په تور یې د طالبانو حکومت هم نسکور کړ.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG