لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې سلګونه ښځې د طالبانو د هغه حکومت ملاتړ ته را وتلې چې ښځه پکې نه شته


واشنګټن ـــ په کابل کې سلګونو ښځو په داسې وخت کې د طالبانو د حکومت په پلوۍ مظاهره کړې چې په تېرو ورځو کې په کابل، هرات او بدخشان کې ښځو د خپلو حقونو او په حکومت کې د برخې لرلو لپاره مظاهرې کړې وې خو طالبانو یې مخه نیولې وه.

د شنبې- خالي په ورځ شاوخوا درې سوه ښځو د یوولسم ستمبر شلمه کلیزه د طالبانو د هغه حکومت د پلوۍ په بڼه ولمانځله چې یوه ښځه هم پکې نه شته او نه یې د اشرف غني د تېر حکومت غوندې د ښځو چارو وزارت اعلان کړی دی.

دغه ښځې لومړی د کابل په رباني پوهنتون کې په یو تالار کې را غونډې شوې وې او د طالبانو په پلوۍ یې ویناوې کولې. دوی ټولو تورې چادرۍ او نقابونه اغوستي وو، له سره تر پښو داسې پټې وې چې د ځینو خو حتی سترګې هم نه ښکارېدې او ډېرو یې په لاسونو دستانې په لاس کړې وې.

دغو ښځو وروسته له پوهنتونه دباندې لاریون وکړ او د افغانو ښځو د تېرو ورځو له احتجاجونو سره یې توپیر دا وو، چې هغوی ته هم وسلوال طالبان په مخ کې او مخامخ ولاړ وو خو د دوی مخه یې نیوله او د پروني لاریون مخ او څنګ ته هم وسلوال طالبان روان وو خو ښځو ته یې ور شا کړې وه خو د دوی امنیت یې ساته.

دوی په لاسونو کې هم بېنرونه او شعارپاڼې را اخیستې وې چې په پښتو، دري او انګرېزي ژبو وو او پر ځینو یې لیکلي وو: «موږ د مجاهدینو له چلنده ډاډمنې یو»، «موږ د نر او ښځو ګډ تعلیم نه غواړو»، «زموږ حقونه په اسلام کې خوندي دي» او داسې ډېر نور شعارونه هم وو.

په رباني پوهنتون کې د طالبانو په پلوۍ د ښځو غونډه
په رباني پوهنتون کې د طالبانو په پلوۍ د ښځو غونډه

د مظاهرې ترتیبوونکي وایي د مظاهرې ګډون کوونکې د پوهنتون زده کوونکې وې. دوی اکثرو د طالبانو د حکومت په پلوۍ ویناوې وکړې او ځینو یې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو مسایلو ته هم توجه وکړي. یوې ښځې- چې نوم یې نه دی څرګند- طالبانو ته وویل:

"د ښځو تعلیم، کار کولو او روغتیا ته باید لومړیتوب ورکړل شي او جدي توجه ورته وشي. د غریبو او کونډو ښځو د ستونځو حل کولو ته هم باید زیاته پاملرنه وشي او له ښځو سره د مرستو لپاره دې بیت المال ته هم پام وکړي".

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو په کابل کې د طالبانو په پلوۍ د لاریون کوونکو ښځو پر چادریو او نقابونو حیراني څرګنده کړې او ډېرو یې ویلي، چې داسې حجاب یې په افغانستان څه چې په هیڅ‌ اسلامي هېواد کې هم نه دی لیدلی چې حتی د ښځو سترګې هم پکې پټې وې.

د حبیب الله خان په نوم ځوان پر ټویټر لیکلي: «دا عربي جامه ده د افغانې ښځې جامه نه ده»، د حبیب خان په نوم یو بل ځوان پر ټویټر د طالبانو د ملاتړ کوونکو ښځو پرونی عکس خپور کړی او ورته لیکلي یې دي «بې څېرې افغانستان»، د زهرا امان په نوم یوې ښځې لیکلي «دا زموږ پېژندنه او کلتور نه دی».

د ناطق ملکزاده په نوم یوه ازاد خبریال او ټولنیز فعال پر خپل ټویټر د کابل پوهنتون د یوې زده کوونکې له خولې لیکلي "طالبانو موږ په زور راوستو او تورې جامې یې راکړې چې د پوهنتون په هال کې یوه ګنټه کښېنو، دوی موږ ته وویل که تاسې را نه شئ نو له پوهنتونه به و ایستل شئ او بیا به چېرې هم پوهنتون ته لاړې نه شئ".

خو دا خبره معتبرو خبري سرچینو نه ده تایید کړې چې طالبانو دې ښځې په زوره د ځان په ملاتړ لاریون او پوهنتون ته ور بللې وي.

د طالبانو ملاتړو مظاهره کوونکو ښځو هغه ښځې وغندلې چې په تېرو څو ورځو کې یې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او د پاکستان پر ضد مظاهرې کړې وې.

په تېرو ورځو کې چې ښځو په کابل کې پرله پسې لاریونه وکړل، دوی غوښتنه کوله چې په حکومت کې دې ښځو ته هم برخه ورکړل شي او د تېرو شلو کلونو حقونه دې یې خوندي شي. طالبانو نه یواځې د دوی د سره وېشلو لپاره څو ځایه هوایي ډزې پرې وکړې بلکې په ځینو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې ښځې یې په لرګیو هم ووهلې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وړمه ورځ په کابل کې پر احتجاج کوونکو د طالبانو د بندیزونو او تشدد غندنه کړې ده او ویلي يې دي چې تر اوسه په مظاهرو کې څلورو کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د دفتر ویاندې روینا شامداساني د ستمبر پر لسمه په یو بیان کې وویل، په افغانستان کې کېدونکې مظاهرې د انساني حقونو د نړیوال قانون له مخې جواز لري خو وايي پر دې برسېره طالبانو د دغو مظاهرو په وړاندې سخت ګامونه اخیستي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG