لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د ايي اېس ايي مشر د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د استخباراتو مشرانو سره ليدلي


د پاکستان د استخباراتي ادارې (انټر سروسز انټیليجنس، ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حميد په اسلام اباد کې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د اسختباراتي مشرانو سره ليدلي دي.

پاکستانيو مطبوعاتو د امنیتي سرچينو له قوله دغه خبر خپور کړی دی.

ډان ورځپاڼې ویلي د خالي/ شنبې په ورځ (اا ستمبر) په دغه ليدنه کې د روس، چين، ايران، او منځني اسيايي هېوادونو استخباراتي مشرانو ګډون کړی دی.

ټريبيون ورځپاڼې ویلي په غونډه کې د ازبکستان، تاجکستان او ترکمانستان د اسختباراتي ادارو مشرانو هم ګډون درلود.

د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرل فېض د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د مشرانو سره لیدنه په داسې حال کې کړې چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او په اووم ستمبر طالبانو لنډ مهاله کابینه هم اعلان کړې ده.

د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي جنرل فېض حميد په څلورم ستمبر د کابل سفر هم کړی وو.

د ايي اېس ايي د مشر د افغانستان د سفر په اړه د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ویلي وو، "په افغانستان کې دا وخت خلا ده او استخباراتي اړيکې به په ځای وي".

د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي وو، جنرل فېض د استخباراتي ادارې يواځينی مشر نه دی چې د افغانستان سفر یې کړی له دې وړاندې د امريکا او نورو هېوادونو استخباراتي مشرانو هم د کابل سفرونه کړي دي.

هغه زياته کړې وه، د افغانستان د حالاتو په پاکستان تر ټولو زيات اثرات دي که سياسي حالات وي، که د کډوالو مسله وي او که هلته ترهګري کيږي.

د جنرل فېض حميد د کابل د سفر او طالبانو سره د ليدو په اړه د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د نوم اخستو پرته ويلي وو، د پاکستاني امنيتي پلاوي د کابل سفر کړی او د امنيت په اړوند يې د طالبانو سره خپلې اندېښنې شريکې کړي او طالبانو د پاکستان سره د پولې د بندېز په اړه خبرې کړي دي.

ذبيح الله مجاهد په (شپږم ستمبر) په کابل کې يوې خبري غونډې ته ويلي وو، "د پاکستان امنيتي کسان کابل ته راغلي وو يو هېت يې راغلی وو خپلې هغه اندېښنې يې زمونږ سره شريکې کړې چې دوی يې په دروازو (چمن او تورخم) کې لري څو مسلې يې یادولې، يو دا چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې زندانونو خلاص شوي دي د دوی د تشوېش (اندېښنې) وړ خلک د زندانونو نه باندې راوتلي دي نو هغه د پاکستان خاورې ته زیان رسوي نو په دې خاطر دوی دروازه تړلې ده او طالبانو ورته ډاډ ورکړو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کاريږي".

د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر په کوربه توب د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو سره ليدنه په داسې حال کې شوې چې امریکې په 30 اګست د افغانستان نه خپل ځواکونه ویستلي دي.

پرون په 11 ستمبر د کال 2001 په 11 ستمبر په امریکا کې ترسره شوو ترهګرو بريدونو 20 کاله هم پوره شوي او په امریکا کې د دغه پېښې په ياد کې دستورې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG