لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان په وړومبي ځل د افغانو ښځو د غورځنګ سره مخ دي


واشنګټن- افغان طالبان د رپورټ شویو خپلمنځي اختلافونو سره سره د يو بل داسې سياسي ولسي غورځنګ سره مخ دي چې د افغانستان په معلوم تاريخ کې په وړومبي ځل افغانو ښځو پيل کړی او د نړۍ مخ يې ځان پله را اړولی دی.

په پينځلسم اګست د جنګ نه بغير د کابل نيول طالبان پخپله وايي د دوی د توقع خلاف وو او دوی هيڅ تياري نه لرله چې د کابل حکومت او انتظام څنګه وچلوي.

خو د ويرې او ګډوډي په دې غيريقيني وخت کې وړومبنی د بغاوت لا د حقونو غوښتلو غږ په کابل کې د ښځو لخوا په قابض شويو طالبانو وشو او دغسې دا لړۍ د افغانستان نورو برخو ته وغزېده چې په نوره نړۍ کې هم افغانانو او هم غير افغانانو يې ملاتړ اعلان کړو.

طالبانو هم هڅه وکړه چې په کابل او جلال اباد کې د خپل نظام او د دوی لخوا د اعلان شوي شرعي لباس او اسلامي پردې په ملاتړ د ښځو مظاهرې جوړې کړي خو هغه کوم ولسي مقبوليت ونه موندلو بلکې د طالبانو يوه "ناکامه هڅه" وبلل شوه.

د طالبانو سره په خاصه توګه د افغانو ښځو نوی سياسي محاذ هله خلاص شو کلهچې طالبانو د پوهنتون جینکۍ د سر نه تر پښو پورې په تور پوښاک پټې کړې. دې حکم نړۍ هم حيرانه کړې چې طالبانو دا لباس د څه په بنياد غوره کړی چې د ډېرو په وینا د شام او عراق د داعش د ښځو لباس ته ورته دی.

ښځې په دوامداره توګه په افغانستان کې مظاهرې کوي او طالبان يې د وهلو ټکولو د لارې مخنيوی کوي خو په نړيوالو رسنيو کې ليدل کيږي افغانې ښځې په وينو سرې وي خو د مبارزې نه په شا کيږي نه چې د څېړونکو تر مخه طالبان يې تر ډېره وارخطا کړي هم دي.

د طالبانو د لباس د راښکاره کېدو سره سم افغانانو او تر ډېره حده ښځو په سوشل مېډيا د روايتي افغان لباس چې رنګارنګ کار پرې شوی وي او د رنګونو مجموعه وي د هېشټېګونو لکه د مثال په توګه #دا افغان کلتور دی #افغانې ښځې #ډونټچ ماي کلاتس #فيمنېزم او داسې نورو د لارې په سوشل مېډيا کاميابه ټرېنډز وچلول.

طالبانو په خپل اعلان کړل شوي نوي حکومت کې يوه ښځه وزيره هم نه ده اخیستې او بلکې د خبرونو ترمخه پرېکړه يې کړې د دوی په واک کې بايد ښځه کومه لوړپوړې چارواکې جوړه نه شي.

د نورو غوښتنو سره سره نړۍ د طالبانو نه د ښځو د حقونو پایمالي ودرول غواړي او ښځو د تعليم او کار ورکولو اجازت غواړي چې ژمنه يې لا طالبانو نه ده پوره کړې.

د درې رنګه افغان ملي بيرغ قضيه چې څنګه رامنځ ته شوه نو د افغانستان په ډېرو برخو کې افغانانو د بيرغ په ملاتړ او په خاصه توګه د نولسم اګست د استقلال ورځ په مانځنه ملي بيرغ د طالبانو د مرضۍ خلاف په لارو کوڅو او ودانو ورپولو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د رپوټ له مخې په دغو مظاهرو کې طالبانو نیزدې څلور افغانان په ډزو ووژل خو افغانو ښځو ترې بله ګټه پورته کړه او درې رنګه بيرغ يې د خپل لباس بنګړو او ښایسته رنګونو په بڼه نور هم وځلولو.

لکه د مثال په توګه د طالبانو د پوهنتون لباس ته په غبرګون کې د طالبانو په اوله دوره کې په کابل کې د وژل شوي مخکیني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله مشرې لور هيله نجيب الله روايتي افغاني چولۍ لا ګګره چې په غاړه يې د ګوتو کار شوی اغوستې په غاړه يې د ملي بيرغ نه جوړ درې رنګه تورسور او شين رنګونو ګله بند لا مفلر اچولی او په لاس کې يې په پلېکارډ ليکلي “دا افغان کلتور دی”.

د افغانې شاعرې شفيقه خپلواک نظم “زما درې رنګه بيرغه” کوم چې اغلې خپلواک د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د ارګ په يوه دستوره کې اورولی وو هم په سوشل مېډيا ډېر ځليږي.

ځینې سرچینې وایي طالبانو د مېډيا په ډېرو چېنلونو بندیز لګولی او ښځې کارمندانې يې د کار نه منع کړي په پوهنتونونو کې يې د هلکانو او جينکو په کلاسونو کې پر دې لګولې چې سره شريک نه کښېني. طالبانو د چېنلونو د بندولو خبره نه ده تایید کړې.

د افغانستان د موسيقۍ ټول په ټوله ښځينه ټيم د وړاندې نه د افغانستان نه ويستل شوی د افغان روبوټېک ټيم هم د ملک بهر کړل شوی او ددې لړۍ وروستی مثال د افغان ښځينه فوټبال ټيم دی چې د شورو- چارشنبې په ورځ د تورخم د لارې پاکستان ته اړول شوی او لاهور ته رسېدلی.

د افغانستان د ښځو د حالت په اړه د يورپين يونين د پارلمان غړې حېنا نيومن د نړۍ او په خاصه توګه د يورپين يونين نه کلکه غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې ښځې د افغانستان په کوڅو کې راوتلي احتجاج کوي او په دې خبر دي چې طالبان يې وهي ټکوي خو غربي نړۍ د دوی د بحالۍ دپاره هيڅ نه دي کړي او نه يې ورته کوم ځايونه ځانګړي کړي.

يوې دستورې ته په وينا کې اغلې نيومن ګډونوالو ته وويل “څنګه چې د دې کانفرنس حال نه بهر ووځئ نو فون راواخلئ او خپلو نمايندګانو ته کال وکړئ او ورته ووايئ خپلې ذمه وارۍ پوره کړئ”.

طالبان يواځې په ملک دننه د نوي تعليم يافته او په هنر پوره ځوان کول سره مخ نه دي بلکې د پرله پسې غير مقبولو پرېکړو په سر په سوشل مېډيا هم د سختو نيوکو سره مخ دي.

نړيوالو رسنيو لکه سي اين اين او بي بي سي هم په دې ټرېنډز رپورټونه خواره کړي او په رنګارنګ افغاني جامو کې پټې معلومې افغان څېرې که خبريالې دي که سياسي خلک او که د ټولنې د نورو برخو فعالانې دي نړۍ ته د اتلولۍ په رنګ کې ښودلې دي.

د برتانيې د لېبر ګوند وړومبۍ منتخب افغانه او د کميونيټي سيفټي د کابينې غړې پيمانه اسد د طالبانو د ښځو د لباس په اړه په ټوېټر ليکلي “د طالبانو دا ټول په ټوله تور لباس يو چال دی چې زمونږ پام د مځکني حقيقتونو نه واړوي. راځئ دا پرې سرچپه کړو او په يو داسې فرصت يې واړوو چې د ښځو د حقونو او بيدارۍ غږ ترې جوړ کړو. دا په ډاګه کړو طالبان جينکۍ لوړو زده کړو ته نه پرېږدي او دا خورا وژل پرې لا د پاسه”.

په نړۍ کې د جينکو د تعليم د حق سېمبول او د طالبانو د ترهګرۍ د ښکار شوې ملالې يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي دې ته په غبرګون کې په ټویټر ليکلي “مونږ داسې لباس د نړۍ په يو ګوټ کې هم نه شو موندلی. دا نه اسلامي دی او نه افغاني. دا د ويرې يو کلتور دی چې ښځه پکې سپکه کړي بس”.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG