لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: نړۍ دې طالبان د بشري حقونو، د ښځو حقونو او هراړخیز حکومت لپاره وهڅوي


واشنګټن ـــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي نړۍ دې له بهره د افغانستان د کنټرولولو پر ځای له طالبانو سره کار وکړي او هغوی دې پر مهمو مسایلو لکه د ښځو د حقونو پر ځای کولو او د ټولګډ حکومت جوړولو ته وهڅوي.

پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته د ستمبر پر 15مه له سي این این ټیلیویژن سره پخپله لومړۍ مرکه کې عمران خان وویل، دی هیڅ نه شي‌ ویلای چې په افغانستان کې به حالات کوم لوري ته لاړ شي:

"دا وخت ټول افغانستان د طالبانو په لاس کې دی که دوی د ټولګډ حکومت جوړېدو لپاره کار وکړي او ټول اړخونه سر یو کړي افغانستان له څلوېښتو کلونو وروسته امن لیدلای شي، خو که داسې ونه شي- چې په اړه یې موږ اندېښمن یو نو دا به ګډوډي جوړه کړي".

وزیراعظم عمران خان وایي طالبان هم پوهېږي چې که نړۍ د دوی مرسته ونه کړي نو دوی به یواځې له دې بحرانه د وتلو توان ونه لري، وایي په داسې حال کې نو د افغانستان حالات د خرابۍ لور ته تلای شي او د کډوالو بحران جوړېدای شي:

"که په افغانستان کې حالات سم نه شول نو لویه اندېښنه مو د کډوالو د راتګ ده، موږ اوس هم درې میلینه کډوال لرو نو نه شو زغملای، ځکه چې اوس له اقتصادي بحرانه را وتلي یو، بله اندېښنه مو د ترهګرۍ ده، د افغانستان خاوره داعش، پاکستاني طالبانو او بلوڅ ترهګرو د پاکستان په ضد استعماله کړې ده".

عمران خان وایي امریکا افغانستان ته د نړیوالې ترهګرۍ د ځپلو لپاره راغلې وه، خو وایي که اوس بیا دا هېواد همداسې پرېښوول شو او نارامي پکې جوړه شوه نو یو ځل بیا ترې د نړیوالې ترهګرۍ ډار شته:

"افغانستان له اوسني حالته کوم لور ته ځي زه اندېښمن یم چې موږ هیڅوک یې هم پېشبیني نه شو کولای. طالبانو ویلي چې دوی ټولشموله حکومت غواړي، د ښځو حقونه غواړي – د دوی پخپل تناظر کې- بشري حقونه غواړي، بخښنه یې اعلان کړې، تر اوسه چې دوی څه ویلي ښکاري چې دوی نړیوال قبولیت غواړي".

د سي این این د خبریالې بیکي اینډرسن د دې پوښتنې په جواب کې چې ښځې د طالبانو په لنډمهالي حکومت کې نه شته، پر لوبو او کرکټ یې بندیز ولګېد او هغوی د خپلو حقونو لپاره احتجاجونه کوي، عمران خان یې په جواب کې وویل:

"دا یوه غلطي ده که څوک فکر کوي چې له بهره به افغانو ښځو ته حقونه ورکول کېږي، افغانې ښځې کلکې دي، هغوی ته وخت ورکړئ چې خپل حقونه پخپله تر لاسه کړي، پر هغوی له بهره د ښځو حقونه نه شي تپل کېدای".

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته هم جګړو،‌غربت، پرله پسې وچکالۍ، خرابو اقتصادي حالاتو او کورونا وایرس د دې هېواد خلک اغېزمن کړي او وایي 18 میلینه خلکو- چې د دې هېواد د ابادۍ نیمایي برخه ده- مرستو ته اړتیا لرله.

له عمران خان څه وپوښتل شول چې ولې جوبایډن تر ولسمشر کېدو وروسته هغه ته ټیلیفون نه دی کړی، ده وویل "هغه مصروفه سړی دی، باید وپوښتل شي چې ولې یې ټیلیفون نه دی کړی"، بیا سي این این وپوښتل چې آیا دا خو به د دې سزا نه وي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه کله چې هغوی امریکایي پوځیان وژل، عمران خان وویل:

"پاکستان له دې کبله چې تر یوولسم ستمبر وروسته یې د افغانستان په جګړه کې د امریکې ملګرتیا وکړه له خطرونو سره مخ شو، 50 وسلوالې ډلې وې چې زموږ پر حکومت یې بریدونه کول، که زه هغه وخت وزیراعظم وای زه به هیڅکله د دې جګړې برخه نه وای جوړ شوی".

عمران خان ته د مرکې په مهال د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر اېنټني بلینکن د هغو خبرو وېډیو ور واورول شوه، چې وړمه ورځ یې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته د پاکستان په اړه ویلي وو "پاکستان د حقاني ډلې په ګډون د طالبانو غړو ته پناه ورکړې وه"، عمران خان یې په جواب کې وویل:

"دوی ناخبره دي، ما دی [بلینکن] اورېده داسې ناپوهي ما نه ده اورېدلې، دوی بېخي ناخبره دي چې په افغانستان کې څه وشول".

عمران خان وویل امریکا په دې نه پوهېږي چې حقاني نیټورک څه دی او د حقاني ډلې په اړه یې وویل "حقاني یوه پښتني قبیله ده چې په افغانستان کې اوسېږي" او بیا یې په کلکه دا خبره رد کړه چې ګواکې پاکستان د طالبانو خصوصاً د حقاني ډلې ملاتړ کاوه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل، هېواد یې نور له امریکې سره د جګړې په برخه کې اړیکې نه غواړي بلکې د هندوستان غوندې عادي اړیکې ورسره غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG