لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: د غني تېښتې د واک په پرامنه ډول د انتقال پلان نيمګړی پاتې کړی


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زملي خلیلزاد ویلي، د اګست په نيمايۍ کې يې د طالبانو سره په اخري ساعتونو کې تړون شوی وو چې طالبان به د کابل نه بهر وي او د خبرو د لارې به په سياسي توګه د واک انتقال وشي خو د اشرف غني د تېښتې پرېکړې دغه پلان ناکامه کړو.

خليلزاد دغه خبره د (فنانشل ټايمز) سره په مرکه کې کړې ده، هغه ویلي پر 15 اګست مخکې له دې چې کابل ښار د طالبانو لاس ته ولوېږي له هغوی سره څو ګنټې مخکې د واک د انتقال پر سر د دوو اوونیو د مهلت خبره شوې وه.

خو نوموړي ویلي د غني وتلو په کابل کې امنيتي خلا رامنځته کړه او اسلامي ډله (طالبان) کابل ښار ته ننوتل.

خليلزاد زياته کړې چې د دغه تړون د لارې به غني تر هغه وخته په واک کې وو چې څو پورې په دوحه کې د راتلونکي افغان حکومت دپاره خبره نه وی شوی، باوجود د دې چې طالبان د کابل په دروازه ولاړ وو.

طالبانو چې په 15 اګست کابل نيولی او افغان ولسمشر اشرف غني د کابل نه وتلی وو نوموړي په 15 اګست د وتلو وروسته په فېس بک ویلي وو،

[د يو سخت انتخاب سره مصادف شوم، که پاتی وی بې شمېره وطنوال شهيدان کېدل او هم به کابل ښار د بربادۍ او وراني سره مخامخ کېدو. طالبان زما د ليري کولو دپاره په کابل کې حاضر وو چې په کابل خونړۍ حملې وکړي، ما د وينې د سېلاب د مخنيوي دپاره غوره وګڼله چې ووځم].

وروسته په 18 اګست په يوه ويډيو کې اشرف غني ويلي وو، که په هېواد کې پاته شوی وی نو د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا [د ډاکټر نجیب الله غوندې] په دار ځړول شوی وی او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وی.

هغه ويلي وو"زه د عزت له مرګه نه وېرېږم خو د افغانستان بې عزتي ماته د منلو وړ نه وه او نه ده".

اشرف غني ويلي وو، افغان ځواکونو د طالبانو په وړاندې ماتې نه ده خوړلې بلکې د افغان حکومت په ګډون د طالبانو د رهبرۍ او نړیوالو همکارانو سیاسي ناکامي وه او دا ناکامي د سولې بهیر وو چې په جګړه بدل شو.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ په قطر کې طالبانو د زلمي خليلزاد سره د تړون خبره تاييد کړې ده.

د طالبانو وياند سهېل شاهين وي او اې ته ويلي، د طالبانو لخوا دا باور ورکړی شوی وو چې وسله وال به يې ښار ته نه ننوځي او دوی (طالبان) تيار وو چې واک په پرامنه توګه انتقال شي.

خليلزاد ويلي، هغه ته اندازه نه وه چې غني په متحده عرب اماراتو کې د سياسي پناه اخستو اراده لري.

د نوموړي په وېنا، د غني د تلو وروسته په کابل کې د امنيت په اړه پوښتنې راولاړې شوې وې بيا طالبان وويل چې د امنيت زمه واري تاسو اخلئ؟ خليلزاد وايي دغه زمه واري دوی نه شوه اخستی.

د خليلزاد په خبرو کې د کال 2020 په فرورۍ کې د طالبانو سره يو تړون شوی وو، چې پکې امریکا ته په افغانستان کې د 20 کالو د جګړې ختمولو او ځواکونو ويستلو لاره جوړه شوې وه.

په وروستيو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن څو ځله دغه خبره کړې ده چې د اشرف غني د وتلو د وخته پورې په دې خبره صلاح وو چې د واشنګټن د پلان سره به متفق وي.

روانه میاشت طلوع نيوز سره په مرکه کې بلينکن ويلي وو، د وتلو نه يوه شپه وړاندې چې د غني سره د هغه خبرې شوې وې، غني ورته ویلي وو چې هغه تيار دی چې د اخره وخته پورې به جګړه کوي.

اشرف غني په اتم ستمبر په یو بيان کې د افغان وګړو نه بخښنه غوښتې او ويلي يې وو چې هغه د صدارتي ماڼۍ د امنيتي چارواکو په مشوره دغه کار کړی وو، هغه په ځان د ملينونو ډالرو د غلا کولو تورونه هم رد کړي وو.

طالبانو په اووم ستمبر لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده. طالبانو د کال 1996 نه 2001 پورې په خپل لومړي حکومت کې سخت قوانين په ځای کړي وو چې پکې د انصاف سخت نظام وو، د افغان لږکيو سره پکې ناوړه چلند کېدو، ښځې د اولسي ژوند څخه لرې کړی شوې وې او په جينکو د تعلیم دروازې تړل شوې وې، د کوم له امله چې په طالبانو سخت نړيوال فشار وو او افغانستان په نړيواله کچه يواځې شوی وو.

امريکا او نور هېوادونه اوس په طالبانو ټينګار کوي که د نړيوالې ورورولۍ برخه پاتې کيږي او د طالبانو حکومت سفارتي ګټه ترلاسه کول غواړي نو د هغه پخواني سخت دريځه نظام بيرته راوستو څخه به ډډه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG