لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مرکزي اېشیا هېوادونه وایي افغان کډوالو ته د ځای ورکولو پلان نه لري


واشنګټن ـــ د روس په مشرۍ د ډله ییز امنیت د تړون غړي هیوادونه چې پکې د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم شامل دي وایي‌ چې افغان کډوال به داسې کوم پلان نه لري چې افغان کډوالو ته ځاي ورکړي.

د افغانستان شمالي ګاوندی تاجکستان، قزاقستان ، قرغزستان او د پخواني شوروي اتحاد یو شمیر غړي هیوادونه د دې سازمان غړي دي.

د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومرت تړکایف له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ده د ډله ایز امنیت تړون د سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې قزاقستان د افغان کډوالو او بهرنیو نظامي مراکزو د نه منلو په اړه د یاد سازمان د ګډ موقف ملاتړ کوي.

دا غونډه د سپټمبر پر ۱۶ په تاجکستان کې جوړه شوې وه، چې پکې د نورو یادو هېوادونو مشرانو هم ګډون کړی وو.

دوه نور هیوادونه ازبکستان او ترکمنستان چې د افغانستان سره پوله هم لري خو د یاد سازمان غړي نه دي. ازبکستان له دې وړاندې هم ویلي وو چې افغان کډوالو ته به د لنډې مودې لپاره پناه ورکړي چې له هغه ځایه دوی وکړای شي دریم هیواد ته ولاړ شي.

د اګست میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زیات شمېر افغانان له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ شول.

امریکا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم شاوخوا یوسلو څلریشت زره افغانان ددې هیواد څخه و ایستل چې ډېر یې لا هم په نورو هېوادونو کې دي او امریکې ته نه دي رسېدلي.

له دې وړاندې د چیک جمهوریت وزیراعظم انډرې بابس د سپټمبر په اوومه ویلي وو چې افغان کډوال په یورپي ټولنه کې ځای نه لري او په بدل کې یې یورپي ټولنه باید له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې په خپل هیواد کې پاتې شي.

ښاغلي بابس له خپلو اسټریایي او سلواکي سیالانو سره تر ملاقات وروسته ویلي وو "په ریښتیا هم د هغوی [افغان کډوالو] لپاره په یورپ کې ځای نشته."

له هغه وخته تر اوسه پورې یورپي ټولنې زرګونه افغان کډوالو ته ځای ورکړی، خو اوس دا ټولنه اندیښمنه ده چې ممکن په میلیونونو افغانان یورپ او د ترکیې په شان ګاونډیو هیوادونو ته مخه وکړي او د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ بحران تکرار شي چې د شام د جګړې له امله پېښ شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG