لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ایم ایف: اففانستان سره مرستې په مشروط توګه ځنډول شوي


واشنګټن ـــ د پيسو نړیواله اداره آی اېم اېف وايي له اففانستان سره به یې اړیکې تر هغې ځنډېدلې وي تر څو نړیوالو د طالبانو په مشرۍ د اففان حکومت خبره سپینه نه کړې نه وي.

نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف په افغانستان کې په اقتصادي حالت باندې سختې فکرمندۍ څرګندې کړي او په نړیواله ټولنه یې زور راوړی چې په دغه جنګ ځپلي هېواد کې په سر پروت بشري بحران د مخنیوي لپاره په فوري توګه ګامونه پورته کړي.‌

د امریکې نیویارک ټاېمز ورځپاڼې د یو رپورټ ترمخه د آی ایم ایف 370 ملین ډالره مرستو ته به د طالبانو لاس نه رسي. آی ایم ایف وړاندې پلان لرلو چې د روان کال تر 23تم اګست پورې افغانستان ته 370 میلین ډالره مرستې ورکړي.‌

طالبان به د آی ایم ایف لخوا له پرمختلونکو ملکونو سره د مرستو یو بل پروګرام لاندې 455 ملین ډالره هم ترلاسه کولی نه شي. آی ایم ایف د مرستو د یو ځانګړي پروګرام لاندې د نړۍ د پرمختلونکو هېوادونو لپاره 675 ارب ډالره بېلې کړي.‌ دغه مرستې هر یو ملک د خپلو ضرورتونو پوره کولو او یا د قرض بېرته ورکولو لپاره په نغدو پېسو بدلولای شي.

نړیوال بېنک هم د افغانستان لپاره خپلې مرستۍ ځنډولې دي. نړیوال بېنک د 2002 راهیسې افغانستان ته 5.3 ارب ډالره امداد ورکړی. هاخوا امریکې د افغانستان 9.4 ارب ډالره نړیوال زرمبادله یا زېرمو ته د طالبانو د رسایۍ مخه نیولې او د امریکې د کانګرېس 18 غړو د ملک د خزانې سېکرټرې جېنټ یلن ته لیکلي یو خط کې په انتظامیه غږ کړی چې د آی ایم ایف د 455 ملین ډالره مرستو په شمول نورو پېسو ته د طالبانو د لاس رسېدو مخه ونیسي.

نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي دوی د افغانستان په حالت ژورې فکرمندۍ لري. د آی ایم ایف ویاند جېري راېس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ‌ د یو خبري کانفرنس په وخت خبریالانو ته ویلي په افغانستان کې د حکومت په رسمیت پېژندلو یا تسلیمولو په اړه دوی د نړیوالې ټولنې د هدایاتو لاندې کار کوي او تر اوسه پورې په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد په رسمیت پېژندل شوی نه دی، له دې کبله په افغانستان کې د آی ایم ایف پروګرام تړل شوی. نوموړي زیاته کړې افغانستان د نړیوالې مالیاتي ‌ادارې سرچینو ته رسايي نه لري.‌

طالبانو په افغانستان کې د اګست په 15مه نېټه د ملک د زیاتره برخو کنټرول په خپلو لاسو کې اخستی وو او د غربي ملکونو په مرسته د ملک منتخب شوي ولسمشر اشرف غني حکومت یې ختم کړی وو.

یو شمېر نړیوالو مشرانو اعلان کړی دوی به د افغان طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو وړاندې ددې کتنه کوي چې آیا طالبان د ټول شموله حکومت او د بشري حقونو په سر د نړیوالې ټولنې سره کړې وعدې سر ته رسوي او که نه.

افغانستان د وړاندې نه د اوږدې مودې غربت او وچکالۍ سره مخ دی خو تېره میاشت د طالبانو لخوا د ملک کنټرول کولو سره د نړیوال امداد ځنډېدو، د حکومتي او مرستندویه کارکوونکو په شمول د ملک نه د لسګونه زره خلکو تګ او اقتصادي کارونو ودرېدو له کبله حالات نور هم خراب شوي دي.

بهرنیو مرستندویه ملکونو او ادارو د افغانستان لپاره خپلې مرستې ځنډولې دي او وايي‌ افغانستان ته مرستې ورکول د طالبانو په مشرۍ کې د نوي حکومت د رویې سره مشروط دي چې تر اوسه پورې په نړۍ کې یو ملک هم په رسمیت پېژندلی نه دی.

په افغانستان کې په شخصي توګه باندې د بېنکونو د لارې د پېسو انتقال ودرولی شوی،‌ له دې کبله عام افغانان د سختې ګرانۍ، زیاتېدونکي غربت،‌ د نغدو پیسو له کمي،‌ د کرنسۍ د قدر پرېوتو او زیاتېدونکې بې روزګارۍ سره مخ دي.‌

خو جېري راېس ویلي آی ایم ایف په افغانستان کې په سر ولاړ د بشري بحران د مخنیوي لپاره په سمدستي توګه ګامونو پورته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته تیار دی.

نوموړي ویلي په افغانستان کې اولنۍ توجه بشري حالاتو ته ورکول پکار دي چې د افغان اولس سره مرستې وکړی شي، په بهر ملکونو کې ژوند کوونکو افغانانو ته خپل ملک ته د پېسو لېږلو اجازت ورکړی شي او د هغو ملکونو سره امداد وکړی شي چې افغان کډوالو ته یې ځای ورکړی.

د نړیوالې مالیاتي ادارې دا خبرداری په داسې وخت راغلی چې د دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان د یو لوی بشري آفت او د عامو بنیادي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله په مکمله توګه تباهۍ سره مخ دی.

ګوتېرش روانه هفته د مرستو یو نړیوالې غونډې ته ویلي چې افغانان د خپل ژوند تر ټولو زیات خطرناک وخت نه تېریږي. نړیوالو مرستندوه ادارو په دغه غونډه کې د افغانستان سره د 1.1 ارب ډالر نه زیاتو مرستو وعده کړې.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو های کمیشنر فلیپو ګرانډي ويلي تېره میاشت د طالبانو لخوا په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو وړاندې هم د 18 ملین نه زیات افغانان یعنې د ملک د نیمې نه زیاتې برخې بشري مرستو ته ضرورت لرلو او د قحط او کرونا وایرس سره مخ دغه هېواد کې 3.5 میلینه افغانان د وړاندې نه د خپلو کورونو نه په کډه کولو مجبوره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG