لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشيد: د سازش لاندې د نيوزي لېنډ د کرکټ لوبډلې دوره ځنډول شوې ده


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر د چا د نوم اخستو پرته ويلي د نيوزي لېنډ د کرکټ لوبډلې د پاکستان سفر د سازش لاندې ځنډول شوی دی، خو د سازش په اړه يې نور جزیات نه دي شريک کړي.

د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډله چې د درې يو ورځنو او پينځه 20 اووريزو سياليو دپاره پاکستان ته راغلې او پرون د جمعې په ورځ (17 ستمبر) يې په راولپنډۍ کې لومړۍ سيالي وه، د لوبې پېل کېدو لږه شېبه وړاندې يې ويلي د امنيت له خطره دغه دوره ځنډوي.

وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد يوې خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي، د امنيت د باور وروسته نيوزي لېنډ په يو اړخيزه توګه دوره وځنډوله او زياته کړې يې ده نوم اخستل مناسب نه ګڼي خو يو چا سازش کړی او دغه دوره یې ځنډولې ده.

هغه ويلي د نيوزي لېنډ د کرکټ لوبډلې دپاره د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي او په ساتنه يې پوځ او ځانګړی کمانډو ځواک په ځای کړی شوی وو.

د رویټرز ترمخه د نيوزي لېنډ وزیراعظمې جېسنډا ارډرن د جمعې په ورځ ویلي، د نيوزي لېنډ د کرکټ لوبډلې د پاکستان نه د وتلو د پرېکړې پوره ملاتړ کوي او زياته کړې يې ده د لوبغاړو خونديتوب ډېر مهم دی.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رميز راجه د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلې په دوره ځنډولو د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي، "نیوزي لېنډ په کومه دنيا کې اوسي، نيوزي لېنډ به مونږ په ايي سي سي (د کرکټ په نړيواله شورا) کې واوري".

د پاکستان پخواني کرکټر شعېب اختر په ټويټر ويلي،

"نيوزي لېنډ د پاکستان کرکټ ووژلو".

د نيوزي لېنډ او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ پرون د جمعې په ورځ د درېو سياليو لومړۍ لوبه په راولپنډۍ کې ټاکل شوې او له دغې وروسته په لاهور کې پينځه شل اووريزې سيالۍ ټاکل شوې وې.

په 17، 19 او 21 ستمبر د راولپنډۍ په لوبغالي کې درې يو ورځنۍ سيالۍ او د 25 ستمبر نه تر درېم اکتوبر پورې شل اووريزې سيالۍ اعلان شوې وې.

د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډله 18 کاله وروسته د پاکستان په سفر راغلې وه.

په کال 2009 کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ لوبډله وسله وال بريد شوی او له هغې وروسته پاکستان ته د بهرنيو هېوادونو لوبډلې راتلل ودرېدلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG