لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل او جلال اباد کې څلور چاودنو درې تنه وژلي او د طالبانو په ګډون تر 20 زیات ټپیان


عکس په جلال اباد کې د یوې پخوانۍ چاودنې دی
عکس په جلال اباد کې د یوې پخوانۍ چاودنې دی

واشنګټن ـــ په کابل او جلال اباد کې نن وروسته له هغه په لومړي ځل څلور چاودنې شوې او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه وتلي او طالبانو خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړی دی.

طالب چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هند کونسلګرۍ ته نیژدې پرله پسې درې چاودنې شوې دي چې وایي دوه تنه پکې وژل شوي او شاوخوا شل تنه پکې ټپیان شوي دي.

رپوټونه وایي د سړک له غاړې ښخ شوي بمونه هغه وخت وچاودل چې د طالبانو یو رېنجر موټر هلته د تېرېدو په حال کې وو.

ځینې سرچینې وایي په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او وايي په وژل شویو او ټپیانو کې عام خلک ښځې او ماشومان او د طالبانو امنیتي کسان هم شامل دي، چې د جلال اباد روغتون ته وړل شوي دي.

رپوټونه وایي د دغو چاودنو هدف د طالبانو یو موټر وو او وایي د طالبانو یو عسکر هم پکې وژل شوی دی خو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دعوه کوي چې د طالبانو پر موټر تر چاودنو وروسته طالب وسلوالو په سیمه کې هوایي ډزې کړې دي چې وایي د سکول ماشومان پکې ټپیان شوي دي خو دا دعوه طالبانو نه ده تایید کړې.

بل لور ته نن د پایتخت کابل ښار په دشتِ برچي سیمه کې هم یوه چاودنه شوې وه چې دوه تنه پکې ټپیان شوي دي.

یو طالب وسلوال مولوي ابراهیم د‌ پېښې په ځای کې اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، دا چاودنه سهار لس نیمې بجې شاوخوا شوې او وایي تر یو زاړه موټر لاندې- چې له درو میاشتو همدلته ولاړ وو- چا بم ایښی او چاودلی دی.

دغه طالب وسلوال وایي په چاودنه کې ټپي شوي کسان برسېرن خوږ شوي دي او هغه روغتون ته وړل شوي دي.‌

د دغو چاودنو ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مخالفه داعش خراسان ډله فعاله ده او تېره میاشت یې د کابل پر هوایي ډګر د خونړي برید ذمه واري هم منلې وه، چې 13 امریکایي پوځیان او تر 170 زیات افغانان پکې وژل شوي وو.

داعش د ننګرهار په اچين، نازيان، پچير او اګام او په هسکه مينه سيمو کې ډېر فعاله ډله وه خو د تېر حکومت ځواکونو د امريکايي کمانډوز سره په ګډه د داعش خلاف کامياب عمليات کړي وو او ياده ډله يې ځپلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG