لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:‌ له طالبانو سره مې د ټولشموله حکومت په اړه خبرې پیل کړې دي


واشنګټن ـــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي د طالبانو له مشرانو سره یې په افغانستان کې د داسې یو حکومت جوړولو په اړه خبرې پیل کړې دي چې د دې هېواد ټول اړخونه پکې برخه ولري خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

عمران خان د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو خصوصاً د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره سره یې د افغانستان په اړه اږدې خبرې کړې دي:

"ما د یو ټولګډ‌ حکومت جوړېدو په خاطر په افغان حکومت کې د تاجک، هزاره او ازبک قومونو د شاملېدو لپاره له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي دي".

عمران خان په دې اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي چې د طالبانو له مشرانو سره یې په قطر او که په کابل کې خبرې پیل کړې دي او نه یې دا ویلي چې دا خبرې ورسره پخپله دی کوي او که د بل چا له لارې به یې ورسره کوي.

عمران خان دا اعلان وروسته له هغه کړی چې په پایتخت دوشنبه کې یې د شانګهای د همکارۍ سازمان (ایس سي او) په غونډه کې ګډون وکړ او په دې غونډه کې د ده په ګډون د سیمې د هېوادونو مشرانو د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې او بحثونه وکړل.

طالبانو تر اوسه د عمران خان دا خبره په رسمي توګه نه ده تایید کړې چې ګواکې له دوی سره یې د ټولګډ حکومت لپاره مذاکرات پیل کړي دي.

عمران خان په یو بل ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې تر څلوېښت کلنې جګړې وروسته به د دې هېواد د ټولو قومونو یو ګډ حکومت د سوله ییز او ارام افغانستان ضامن وي:

"دا [حکومت] به یواځې د افغانستان نه بلکې د سیمې په ګټه هم وي".

طالبانو د افغانستان تر نیولو شاوخوا درې اوونۍ وروسته د ستمبر پر اوومه خپل یو لنډمهالی حکومت اعلان کړ، چې 33 غړي پکې شامل دي او ټول طالبان دي خو د دې هېواد د نورو سیاسي ګوندونو،‌ اقلیتونو او ښځو ګډون پکې نه شته.

عمران خان د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته په وینا کې هم په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت ټینګار کړی وو او ویلي یې وو چې طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي او داسې یو حکومت جوړ کړي چې دا هېواد له ګډوډۍ او ناارامۍ وژغوري.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د اشرف غني د حکومت په مهال هم له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په مهال د ټولشموله حکومت وړاندیزونه کول او له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي هم د ټولو افغانانو د شریک حکومت جوړېدو لپاره هڅې کوي خو ځینې څېړونکي وایي پاکستان غواړي په خپلو دغو هلو ځلو سره د سیمې هېوادونه د طالبانو د حکومت منلو او په رسميت پېژندلو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG