لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ: د پوليو په ټيم بريد کې ساتونکی پولیس وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټيم بريد کې ساتونکی پوليس په ډزو وژل شوی دی، پولیس وايي د پوليو ټيم ښځینه کار کوونکې کور ته ننوتي، پولیس ورته بهر ولاړ وو نامالومه وسله وال راغلي او په هغه يې ډزې کړي دي.

د کوهاټ د پوليسو وياند فضل نعيم وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې دغه پېښه نن د اتوار/ يکشنبې په ورځ (19 ستمبر) د کوهاټ د ممرېز شهيد پولیس تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده او ساجد پولیس سپاهي پکې وژل شوی دی.

هغه وويل د پېښې وروسته په کوهاټ کې د پولیو کمپاين نه دی ودرول شوی او د امنيت دپاره نور ټینګ ګامونه پورته کړی شوي دي.

په کوهاټ کې د پولیو په ټیم بريد په داسې حال کې شوی چې په صوبه کې د جمعې د ورځې نه د پوليو ضد پينځه ورځنی کمپاين پېل کړی شوی دی.

وي او اې ډیوه سره په شريک کړي خبر کې د کوهاټ پولیسو ويلي د پېښې د بېلابيلو اړخونو نه پلټنې کوي.

د ضلعې د پولیسو مشر سهېل خالد ویلي، په پېښه کې ککړ عناصر به نه پرېږدي.

په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت د پولیو په ټيمونو دغه ډول بریدونه کيږي.

د اګست په مياشت کې په پېښور، ډېره اسماعیل خان او جنوبي وزيرستان کې د پوليو په ټيمونو او ساتونکو يې بريدونه شوي او مرګ ژوبلې ورته اوښتې وې.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم خصوصي معاون ډاکټر فېصل سلطان په 17 ستمبر ويلي، په پاکستان کې په تيرو اووه مياشتو کې د پوليو يو کېس نه دی رپورټ شوی.

خو د پوليو د مخنيوي د پروګرام د صحت د نړیوالې ادارې چارواکي بيا وايي چې په کراچۍ، کوټه او پېښور کې اوس هم د پوليو وايرس شتون لري.

په پاکستان کې د پوليو د خاتمې د پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه سږ کال په 2021 کې په ملک کې يواځې يو کېس رپورټ شوی او تير کال په 2020 کې په ملک کې 84 کېسونه رپورټ شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG