لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: طالبان د تېرو شلو کلونو د بشري حقونو ګټې له خطر سره مخ کوي


واشنګټن ـــ اېمنیسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو لپاره کارکوونکو دوو نورو نړیوالو ادارو پخپل یو تازه رپوټ کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې هغه ګټې چې د بشري حقونو په برخه کې په تېرو شلو کلونو کې تر لاسه شوې وې له خطر سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فیډرېشن او د ځور یا اذیت په ضد نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې وایي، طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې شوی پرمختګ په ډېره بیړه بیرته له منځه وړي.

طالبانو په وروستیو کې په وار- وار ویلي چې د ټولو افغانانو حقونو ته به درناوی کوي، خو په دې تازه رپوټ کې د خلکو له حقونو د طالبانو د سرغړونو تفصیل ورکړل شوی او وایي دوی د ښځو حقونو، د اظهار ازادۍ او مدني ټولنې ته درناوی نه لري.

طالبانو تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل که نړۍ د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، دوی به یې هم د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې ختمې کړي:

"ټول هغه نړیوال اصول چې د یو نظام د رسمیت پېژندلو لپاره ضروري دي هغه عملي شوي دي،‌ د نړیوالو دنده جوړېږي چې له افغانانو سره همکاري ولري او له ډیپلومېټیکو لارو موږ وپېژني او هغه ستونځې او اندېښنې چې دوی یې لري یا حس کوي هغه له ډیپلومېټیکو لارو سره موږ سره شریکې کړي".

د جنوبي اېشیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مرستیاله مشره دینوشیکا ډیسانایک وایي یواځې په تېرو څه باندې پینځو میاشتو کې چې طالبانو د افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی، دوی په ښکاره دا ښوولې چې د بشري حقونو د ژغورنې او درناوي په برخه کې سنجیده نه دي.

مېرمن دینوشیکا وایي "موږ اوس لا د [طالبانو له خوا] د غچ اخیستلو د بریدونو، پر ښځو د بندیزونو، د احتجاجونو د مخنیوي او د رسنیو او مدني ټولنې د کنټرول په بڼه د تشدد څپه لیدلې ده".

د بشري حقونو دغه نړیوالې ادارې پخپله رپوټ کې دعوه کوي، د اګست له پینځلسمې چې طالبان د کابل تر نیولو وروسته پر افغانستان واکمن شوي تقریباً هره ورځ د بشري حقونو پر فعالانو او ملاتړو بریدونه کېږي.

وایي "طالبان د بشري حقونو په ملاتړو پسې کور په کور ګرځي او ډېر یې مجبوره کړي چې پټ شي".

رپوټ وایي څه چې په افغانستان کې روان دي د دوی معلومات یې یواځې یو بیړنی انځور دی، ځکه چې وایي په دې هېواد کې د طالبانو واکمنۍ وېره خپره کړې، په ډېرو سیمو کې موبایل ټیلیفونونه کار نه کوي او طالبانو انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی ختم کړی دی.

د اذیت یا ځور په ضد د نړیوال سازمان د پروګرام مشره ډیلفین ریکیولو وایي نړیواله ټولنه دې خپلې اخلاقي او سیاسي ژمنې پر ځای کړي او هغه خلک دې ناکامه کېدو ته نه پریږدي چې پخپل هیواد کې یې خپل ژوند د بشري حقونو ملاتړ، جنسي برابرۍ، د قانون واکمنۍ او جمهوري ارزښتونو ته ځانګړی کړی وو. وایي په هره بیعه چې کیږي هغوی باید خوندي شي.

ذبیح الله مجاهد پرون تایید کړه چې د ښځو چارو وزارت یې بند کړی او پر ځایې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت جوړ کړی دی. دا وزارت د طالبانو د تېر حکومت په مهال خلکو ته د عامو سزاوو په ورکولو ډېر مشهور وو.

د طالبانو د تعلیم وزارت د تېرې جمعې په ورځ د منځنیو ښوونځیو یا مډل سکولونو د پرانیستو اعلان کړی وو او یواځې هلکانو او نارینه استادانو ته یې سکولونو ته د ورتګ امر کړی وو.

ذبیح الله مجاهد وایي د نجونو پر تعلیم یې بندیز نه دی لګولی بلکې د هغوی لپاره د ټرانسپورټ تر انتظام وروسته به د نجونو د سکولونو د پرانیستلو اعلان هم وکړي.

ځینې رپوټونه ورکول کېږي چې طالبانو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن دفتر هم ختم کړی او د دې دفتر د چارواکو په ضد یې د بډو رشوتونو په تور پلټنې پیل کړې دي، خو طالبانو د دې دفتر د بندولو رپوټونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG