لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي: د طالبانو له واک سره د سیمې ترهګر چین او پاکستان ته خطر جوړولای شي


واشنګټن ـــ څېړونکي وایي د سیمې ترهګر چې د طالبانو له واک اخیستلو سره پیاوړي شوي کولای شي د چین او پاکستان ګټې له خطر سره مخ کړي. چین او پاکستان له طالبانو تمه لري چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځپلو کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ او د پاکستان وزیراعظم عمران خان د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې تېره اوونۍ له نړیوالو وغوښتل چې له طالبانو سره دې ښکېل پاته شي او له طالبانو یې وغوښتل د ترهګرو ډلو په قابو کولو کې دې خپلې ژمني عملي کړي.

که څه هم طالبان وایي دوی به هیڅ یوې وسلوالې ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکاروي، خو ځینې څېړونکي وایي د طالبانو واکمنۍ تر له مخه لا د سیمې ترهګرۍ ډلې زړورې کړې دي او د سیمې هېوادونه دې د نورو ناامنۍ تمه ولري.

د امریکې د اوکلهوما پوهنتون د جنوبي اېشیا د مطالعاتو د څانګې استاد پروفیسر عقیل شاه وایي داسې څه ثبوت نه شته چې ګوندې طالبان به د دغو [توندروه] ډلو په ضد ګامونه پورته کړي:

"د طالبانو ستونځه دا ده چې څه وایي عمل یې د هغه بېخي خلاف وي، پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ ترهګرو ډلو ته خصوصاً هغو ته چې په افغانستان کې دي اخلاقي جرئت ورکړی دی".

د ملګرو ملتونو د یو رپوټ له مخې- چې د روان کال په جون کې خپور شوی- په افغانستان کې د اتو او لسو زرو تر منځ‌ بهرني ترهګر دي چې وایي په هغوی کې د پاکستان،‌ منځنۍ اېشیا، شمالي قفقاز او ایغوریان شامل دي.

د ملګرو ملتونو د 2020م کال د جولای میاشتې په رپوټ کې ویل شوي وو، په افغانستان کې له شپږ تر شپږنیم زرو پورې بهرني ترهګر دي چې وایي اکثر یې د پاکستان د تحریک طالبان غړي دي.

پاکستان ته خطر:

پر تحریک طالبان پاکستان باندې خپله پاکستان او امریکې دواړو بندیز لګولی دی، دې ډلې په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو د لسګونو بریدونو ذمه وارۍ په اړه اخیستې دي.

دې ډلې د افغان طالبانو بیعت کړی او په وروستیو اوونیو کې یې یو ځل بیا په پاکستان کې خصوصاً د پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د ستمبر پر 15مه هم د وسلوالو او د پاکستان د پوځ تر منځ جګړه شوې وه چې پکې پوځ د خپلو اوو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو. پاکستاني طالبانو د دغو پوځیانو د وژلو ذمه واري‌ منلې وه.

ټي ټي پي د ستمبر پر پینځمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم پر غاړه اخیستې وه چې پکې لږ تر لږ درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

پروفیسر عقیل شاه وایي ټي ټي پي د پاکستان د امنیت لپاره مهم خطر دی ځکه چې وایي دا ډله د پاکستان د ناارامه کولو او د پاکستان د حکومت د را پرځولو اراده لري.

پاکستاني چارواکي وایي د تحریک طالبان پاکستان وسلوال د افغانستان له خاورې خپل بریدونه پلانوي او وایي تمه لري طالبان به خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې دغه وسلوال د دوی خاورې په ګټه اخیستو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه ونه کړي.

د سینګاپور د ټینګالوجۍ د پوهنتون د سیاسي تشدد او د ترهګرۍ د څېړنو د نړیوال مرکز یو څېړونکی عبدالباسط وایي ټي ټي پي به خپل بریدونه همداسې روان وساتي:

"دا د ټي ټي پي لپاره همداسې ده، که دوی امریکې ته ماتې ورکولای شي، نو ښکاره خبره ده د پاکستان پوځ ته یې هم ورکولای شي".

خو پاکستاني چارواکي د ټي ټي پي په ضد د ګامونو اخیستلو پر ځای له هغوی سره سولې ته لېواله ښکاري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د ستمبر پر پینځلسمه وویل، اسلام اباد د ټي ټي پي د هغو غړو بخښلو ته تیار دی که هغوی له ترهګرۍ د لاس اخیستو ژمنه کوي. ټي ټي پي یې دا وړاندیز رد کړ.

عبدالباسط وایي په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل به په سیمه کې "توندروي" نوره زیاته کړي چې وایي "په نتیجه کې به یې د [وسلوالو] ډلو لپاره د کسانو ګومارل هم زیات شي".

چین ته خطر:

عبدالباسط زیاتوي چې ټي ټي پي د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي ای ایم) په ګډون له توندروه ډلو سره نیژدې اړیکې لري او وایي "ټي ټي پي دوی ته پناه ورکړې، دوی ګډ سره اوسېدلي او جنګېدلي دي".

ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د ایغور مسلمانانو وسلواله ډله ده چې د چین په خلاف جنګېږي او چین یې پخپله شینجانګ سیمه کې "زیاته خطرناکه او توندروه ترهګره ډله ګڼي".

دا ډله ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړې چې ویل کېږي څو سوه وسلوال یې د افغانستان په بدخشان کې دي، خو امریکې په 2020م کال کې د ترهګرو ډله له فهرسته وایستله ځکه چې وایي د دې ډلې خلاف یې "باوري ثبوتونه" نه دي موندلي.

عبدالباسط وایي له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکې تر وتلو وروسته چین اوس له ډېرو خطرونو سره مخ دی:

"امریکې یواځې په سیمه کې د جهادیانو په ضد جنګ وکړ، د چین لپاره به غبرګ ګوزار وي ځکه چې نه یواځې جهادیان بلکې ملتپال هم د چین خلاف دي. دغه [ترهګرې] ډلې د خپل تشدد لپاره د یو دښمن جواز لټوي، د شلو کلونو لپاره یې امریکا دښمنه وه او اوس به یې چین وي".

د بلوچ نېشنل فریډم موومنټ په نوم وسلوال تنظیم چې له پاکستانه د بلوچستان ازادي غواړي په ښکاره ویلي چې چین د دوی هدف دی. دې تنظیم د 2020م کال په اګست کې له سیندودېش لیبرېشن آرمي وسلوالې ډلې سره اتحاد وکړ. دا دواړه تنظیمونه پر چین په سیمه کې د پراختیا غوښتنې او د وسایلو د لوټلو تورونه لګوي.

عبدالباسط وایي دغو وسلوالو ډلو ته په چین کې د سخت امنیت له کبله هلته د بریدونو امکان خو نه شته، مګر په پاکستان کې د چین اقتصادي منصوبه سیپېک او له هغه سره پر تړلو چینایي وګړو بریدونه یو اسان هدف دی، چې وایي په دې کار سره غواړي چې چین له ایغور مسلمانانو سره خپل چلند بدل کړي.

چین تمه لري چې طالبان به شینجیانګ صوبې ته د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د وسلوالو د ور اوښتو مخه ونیسي.

چین له افغانستان سره یواځې 75 کیلومیټره ګډه پوله لري چې غرنۍ سیمه ده او په ژمي کې پر دې لاره تګ راتګ تر ډېره ناممکن دی، خو څېړونکي وایي په دې سیمه کې سرمایه کاري کوي او هڅه کوي چې دا سیمه خوندي کړي ځکه چې وایي له سټرېټیجیک پلوه دا ځای ورته مهم دی او سرخوږی ورته جوړولای شي.

XS
SM
MD
LG