لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د دوکۍ په یو کان کې زهرجن ګېس څلور مزدوران مړه کړي


چمن ـــ د بلوچستان د دوکۍ ضلعې په څماولنګ سيمه کې د کولې په کان کې د ﺯهرجن ګېس جمع کېدو له کبله څلور مزدوران مړه شوي دي. پېښه هغه وخت شوې چې کان کيندونکو په کان کې کاﺭ کاوه او کوله یې ﺭا ايستله.

دغه پېښه په «انګوﺭ شېله» نومې سیمه کې د کولې په کان کې شوې ده. د سيمې د پوليسو يوه چاﺭواکي الطاف حسين دغه پېښه تایید کړه او وایي څلوﺭ کسان په دﺭنګ کې لاندې ﺯهرجن ګېس متاثره کړي وو.

الطاف حسېن وایي له سختو مشکلاتو وﺭوسته په کان کې بند مزدوران ﺭا وايستل شول خو څلوﺭسره کان کيندونکو خپل ژوند بایللی وو.

ځینې رپوټونه وایي چې په کان کې اته تنه مزدوران بند وو چې وایي څلور په بېهوشه حالت کې را ایستل شوي دي.

د سيمې يو ځایي خبريال الله نوﺭ ناصر وي او اې ډيوه ته وويل چې د څماولنګ په دغه پېښه کې وژل شوي کان کيندونکي د ږوب اوسېدونکي وو چې وایي دوه پکې سکني وﺭوڼه وو.

پولیس وایي د دوی مړي یې ځایي ﺭوغتون ته وړي دي او له هغه وروسته خپلو خپلوانو ته سپارل شوي او خپلې سیمې ته وړل شوي دي.

د بلوچستان په دوکۍ، شاهرګه، هرنایي، ماﺭواړ، سپين کاﺭېز، ډيګاﺭي، سنجدي مچ او څماولنګ سيمو کې د کولې کانونه دي چې د بلوچستان د حکومتي شمېر له مخې شاه خوا 2,800 د کولې رجسټر دﺭنګان دي.

په دغو کانونو کې تر شلو ﺯﺭو ﺯيات رجسټر شوي کان کيندونکي کاﺭ کوي چې ااکثر د پښتونخوا د سوات او د افغانستان اوسېدونکي دي خو نارجسټر کان کيندونکي له دې علاوه دي.

د سيمې يو کان کيندونکی محمد عمر وایي په سيمه کې دغه ﺭنګه مرګونې پېښې په کانونو کې د ژوند ژغوﺭنې د اسانتیاوو د نشتوالي له وجې کېږي. محمد عمر وایي:

"د کولې په کانونو کې حادثې ځکه کېږي چې د ټېکه داﺭانو او حکومت لخوا يو سهولت نه شته، نه د ګېس معلومولو او نه د کان کتلو سهولت شته، کله چې حادثه وشي ژوبل کسان اول لوﺭلای هسپتال ته وړل کېږي بيا کوټې ته چې هغه پر لاﺭه خپل ژوند وبایلي".

د بلوچستان د مزدوﺭانو د فيډﺭيشن د شمېر مطابق يواځې په تېر 2020م کال کې د کولې د 72 د ﺭنګانو د کښېنستو او زهرجن ګېس جمع کېدو په پېښو کې 102 کان کيندونکي مړه شوي دي او کوم چې ژوبل وو هغه په دې کې شمېر نه دي.

خو د ﺭوان کال په اولنیو مياشتو فروﺭي او ماﺭچ کې په ماﺭواړ، هرنایي او دوکۍ کې په دﺭو لویو پېښو کې 17 کان کيندونکي مړه شوي دي. کومې کوچنۍ کوچنۍ پېښې چې په ﺭوان کال کې شوې دي په هغو کې د مزدورانو د مړینې او ټپي کېدو شمېر تر اوسه نه دی خپور شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG