لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي چارواکي: طالبانو د بهرنیو ترهګرو ډلو په ضد خپلې ژمنې نه دي عملي کړې


واشنګټن ـــ طالبانو یوې خواته د دوحې په تړون کې له امریکا سره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هېواد په ضد کارولو ته نه پرېږدي او بلې خواته وایي چې داعش او القاعده ډله په افغانستان کې نه شته، خو امریکایي چارواکي له اوسه لا اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره به یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو په پناه ځای بدل شي او امریکې ته به خطر پېښ کړي.

د امریکې په ګډون د نړۍ ډېر هېوادونه که یوې خواته د طالبانو پر لنډمهالي حکومت نیوکې کوي چې وایي ټولشموله نه دی او نه پکې د ښځو برخه شته خو بلې خواته دا اندېښنې هم شته چې وایي کېدای شي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په پناه ځای بدل شي او د سیمې د هېوادونو په ګډون امریکې ته هم خطر پېښ کړي.

امریکايي چارواکي وايي، تر اوسه طالبانو د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. وایي که څه هم طالبانو له امریکایانو سره له افغانستانه د وتلو په بهیر کې مرسته وکړه خو وایي‌ د ريښتیو اقداماتو په برخه کې لږې نخښې لیدل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وي او اې ته وویل، "اوس وخت د دې دی چې طالبان پر خپله ژمنه ودرېږي او داعش خراسان او یا کومه بله ترهګره ډله چې د امریکا، د هغوی د متحدینو یا د بې ګناه افغانانو امنیت ګواښي پرې نه ږدي له افغان خاورې کار واخلي".

د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د طالبانو ژمنه د دوحې د تړون یوه مهمه برخه وه چې په ترڅ کې یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي "په ټول افغانستان کې د طالبانو کارونه له نیژدې څارو او حساب به ورسره کوو ".

د امریکې د پوځ او استخباراتو اعلی چارواکي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د طالبانو د ګامونو په اړه نور هم غوڅ دریځ لري.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ مشر جنرل کینېت فرېنک مککېنزي د جمعې په ورځ د وي او اې د دې پوښتنې په جواب کې چې آیا طالبان د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې خپلې ژمنې پوره که نه، په جواب کې وویل "زه نه شم ویلای چې ګوندې دوی به اوس زموږ لپاره څه کوي".

امریکې ته خطر:

د امریکې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز این سي ټي سي مشرې کرسټین ابیزېډ د نهې- سه شنبې په ورځ‌ د کانګرس غړو ته وویل، طالبان چې اوس پر افغانستان واکمن دي ترهګرې ډلې لکه القاعده- چې له اوږدې مودې له طالبانو سره تړلې ده او داعش خراسان ډله کولای شي چې د یو کال په موده کې امریکا په نخښه کړي.

کرسټین ابیزېډ وایي "موږ [امریکا] باید څارنه او ارزونه وکړو چې آیا دا کار په بیړه سره کېدای شي که نه".

د طالبانو انکار:

طالبانو په وروستیو میاشتو کې په وار وار دا دعوې رد کړې دي چې ګواکې دوی له القاعده یا بلې بهرنۍ ترهګرۍ ډلې سره اړیکې لري او یا به د افغانستان پر خاوره د فعالیت اجازه ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نهې- سه شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو له شته والي انکار وکړ او ویې ویل دوی ژمن دي چې له افغانستانه به هیڅ هېواد ته خطر نه وي.

مجاهد وویل په افغانستان کې له القاعده سره تړلي‌ څوک نه شته او وایي داعش ډله هم په عراق او شام کې ده په افغانستان کې وجود نه لري.

خو امریکایي او د نړۍ د استخباراتو چارواکي وایي ثبوتونه له هغه څه جلا دي چې طالبان یې وایي.

ملګرو ملتونو د روان کال په جون میاشت کې پخپل یو رپوټ کې ویلي وو، چې القاعده او له دې ډلې سره تړلې د هندي برصغیر القاعده ډله (اې کیو ای ایس) په افغانستان کې تر 500 پورې غړي لري. ملګرو ملتونو ویلي وو چې د هندي برصغر القاعده ډله په کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو په سیوري فعالیت کوي.

د ترهګرو جنګیالیو زیاتوالی:

د امریکې وروستۍ ارزونې ښیي له کله چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې اخیستی، په دې هېواد کې لږ تر لږه "د داعش ډلې 2,000 مهم جنګیالي" ګرځي. د ملګرو ملتونو یوه پخوانۍ ارزونه دا شمېر تر دې هم زیات ګڼي.

د امریکې چارواکو په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې چې د داعش خراسان څانګې تر یوې میاشتې په کمه موده کې د افغانستان په کابل او ننګرهار کې د څلورو وسلوالو بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG