واشنګټن ـــ په کابل کې نن سلګونو کسانو د امریکې د هغه اقدام په ضد مظاهره کړې چې د افغانستان په اربونو ډالره یې کنګل کړې دي او د طالبانو حکومت ته یې نه ورکوي.
د افغان مسلمانانو (نجم) نوم تنظیم دا مظاهره په داسې حال کې کړې چې افغانستان له اقتصادي ستونځو سره مخ دی.
مظاهره کوونکو په لاسونو کې بېنرونه او شعارپاڼې را اخیستې وې، چې پرې له امریکې څخه د د افغانستان د پیسو د ازادولو غوښتنې لیکل شوې وې او پر یوه شعارپاڼه لیکل شوي وو:
"د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصېدو په اړه دې اسلامي هېوادونه خپل غږ پورته کړي".
احتجاج کوونکو وویل امریکې چې کومې پیسې ځنډولې یا کنګل کړې دي هغه د طالبانو نه بلکې د افغانانو دي او وایي د دغو پیسو له بندېدو سره د افغانستان خلک له ډېرو ستونځو سره مخ دي.
یوه لاریونوال رحمت الله رایټرز خبري ایجنسۍ ته وویل:
"موږ هیله من یو چې امریکا به په دې ځانګړې معامله کې له منطقه کار واخلي او زه به به ووایم چې موږ دې ته منطق لرو او دلیل لرو سم پر ځای دلیل، هغه دا چې دا پیسې د داسې چا نه دي چې تاسې ورسره ستونځه لرئ او کنګل یې کړئ، دا پیسې د خلکو دي".
د افغانستان بېنک د رپوټ له مخې د امریکې حکومت تېره میاشت د افغانستان هغه شاوخوا نهه نیم اربه ډالره کنګل کړې چې د امریکې په بېنکونو کې پراته دي.
وایي په دغو کې درې اربه ډالره په سوداګرو پانګوالو پورې اړه لري او کنګل کېدو یې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په مخ کې خنډ پېښ کړی دی.
د افغان مسلمانانو د تنظیم (نجم) یو غړي او احتجاج کوونکي نورالدین جلالي رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي:
"موږ له دوی [امریکې] غواړو چې دا پیسې ازادې کړئ، ځکه دا پیسې دا یواځې د افغانستان نه بلکې د افغانانو او د افغان تاجرانو پیسې دي چې د خوراک او دارو درملو لپاره یې استعمالوي".
احتجاج کوونکو له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو وغوښتل، چې په امریکا کې د افغانستان د پیسو په ازادېدو کې دې مرسته وکړي او افغانستان دې له اقتصادي او بشري بحرانه و ژغوري.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشرانو په وروستیو کې د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له استازو سره په لیدنو کې هم غوښتنه کړې چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په ازادولو کې ورسره مرسته وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د سپتمبر پر 22مه په یوه بیان کې ویلي د افغانستان کنګل شوې پانګه د دغه هېواد ملي شتمني ده باید د دغه هېواد خلک یې وکاروي او په کار نه ده چې د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه وکارول شي.
د افغانستان بېنک وایي د امریکې له خوا د د دوی د پیسو د کنګل کېدو له کبله افغان ملازمینو د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپلې میاشتنۍ تنخا نه دي اخیستي، راکړې ورکړې کمې شوې دي او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ بهیر ته هم زیان اوښتی.