لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: بلوچستان کې د دوه کمانډرانو په ګډون شپږ ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ دعوه کړې په بلوچستان صوبه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات ترسره کړی شوي او د دوه کمانډرانو په ګډون پکې شپږ ترهګر وژل شوي دی.

پوځ ویلي دغه عمليات د جمعې په ورځ (24ستمبر) اېف سي ځواک د بلوچستان په خاران علاقه کې ترسره کړي دي.

پوځ ويلي، د خاران سره نزدې د ترهګرو د موجودګۍ کره مالومات وو او د دغو مالوماتو په اساس عمليات شوي دي.

ویل شوي چې کله ځواکونه د ترهګرو پټې ځالې ته رسېدلي ترهګرو پرې ډزې پېل کړي او د تښتېدو هڅه يې کوله او په دغه مهال بیا نښته شوې ده.

د پوځ په وېنا په نښته کې د ترهګرو د دوه کمانډرانو ګل مير (پولن) او کليم الله بولاني په ګډون شپږ ترهګرو وژل شوي او په غټه کچه وسله ترلاسه شوې ده.

خو دا نه دي ويل شوي چې د ترهګرو تعلق د کومې ډلې يا تنظيم سره تعلق دی او په کومو جرمونو کې ککړ وو.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې د بدامنۍ په پېښو کې سېوا والی راغلی او امنيتي ادارو بيا وخت په وخت د ترهګرو د وژلو دعوې هم کړي دي.

د تيرې مياشتې په وروستیو کې د بلوچستان سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه د داعش 11 ترهګر يې وژلي دي، ويل شوي وو دغه ترهګر په يو شمېر بريدونو کې ککړ وو.

له دې وړاندې د اګست په نيمايۍ کې چارواکو ويلي وو د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې د بدامنۍ او عملیاتو په مهال 11 تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو.

ويل شوي وو د زيارت په منګي ډېم سيمه کې په بمي چاودنه کې د ليويز درې سرتيري وژل شوي وو.

او په پنجګور کې د اېف سي ځواک په سرتيرو بريدونو کې يو سرتيری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې سي ټي ډي دعوه کړې وه چې په لورالايي کې يې عمليات کړي او اووه مشکوک وسله وال يې وژلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG