لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو او چین ویلي، امریکا باید د ډرون بریدونو لپاره د افغانستان فضا و نه کاروي


واشنګټن - طالبانو او چین د شورو یا چهارشنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې پر افغانستان دې د ډرون الوتنې ودروي او وايي، داسې کړنې د افغانستان له حاکمیت او دوه اړخیزه تړون څخه سرغړونه ده.

طالبانو په یو بیان کې ویلي، "مونږ په دې وروستیو کې ولیدل چې د افغانستان په فضا باندې د امریکايي ډرون له تیري سره امریکا له ټولو نړیوالو حقونو، قوانینو او د قطر په دوحه کې له اسلامي امارت سره له کړو ژمنو سرغړونه کړې ده."

طالبانو له واشنګټن سره د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ تړون ته اشاره کړې د کوم له مخې، چې د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر تېره میاشت بشپړ شو له کوم سره چې په افغان جګړه کې د نړیوالو ۲۰ کلن ګډون پای ته ورسېده.

طالبانو په یو خبرداري کې ویلي، "مونږ په ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا باندې غږ کوو چې له افغانستان سره د نړیوالو قوانینو او ژمنو په رڼا کې چلند وکړي تر څو له ناوړه پایلو څخه مخنیوی وشي." خو هغوی نه دي ویلي چې دغه ناوړه پایلې به څه وي.

دمګړۍ امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه خبرداری په ظاهره د پنټګان د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ورکړل شوی چې ویلي وو واشنګټن بشپړ حق لري چې په افغانستان کې د ترهګرو پرضد هوايي برید وکړي.

د پنټګان د مطبوعاتو مشر جان کربي د جمعې په ورځ وویل، "مونږ په راتلونکې کې هم ددغو وړتیا په ساتلو کې ډاډه یو."

هغه د هوايي بریدونو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ور نه کړل چې څه ډول خو دومره یې وویل، چې اوس مهال د فضا کارولو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نشته او مونږ تمه لرو چې په راتلونکې کې به هم د هوايي بریدونو د ترسره کولو لپاره له طالبانو د اجازې اخېستل نه وي.

چین هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ د افغانستان له فضا څخه د امریکا د ډرون عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چنوېنګ په پېکنګ کې یوې خبري غونډې ته وویل،

"امریکا باید تر هر څه مخکې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري."

هغې زیاته کړه، "تر دې هم مهم دا دي چې امریکا خپل دغه عادت پرېږدي چې د نورو د خوښې پرضد یواځې د خپلې خوښې لپاره پوځي مداخله کوي او د هغو تراژېدیو له تکرار څخه دې مخنیوی وکړي د کومو له امله چې خلک بدبخته کېږي او ژوبلېږي."

طالبانو په اګسټ کې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو له وتلو وروسته واک ترلاسه کړ هغه وخت چې د کابل حکومت سقوط وکړ.

خو واشنګټن ویلي، چې دوی به د افغانستان له خاورې څخه د باندې په دغه هېواد کې د القاعده او داعش ملاتړو پرضد له هوايي بریدونو څخه کار واخلي.

طالبانو تېره اونۍ د امریکا هغه اندېښنه بې بنسټه وبلله چې دغه دوه ترهګرې ډلې دې ګواکې اوس هم په افغانستان کې وي، که څه هم داعش خراسان د افغانستان په ختیځ ننګرهار او کنړ کې تېره اونۍ د طالبانو پرضد د یو شمېر بریدونو پړه په غاړه اخېستې ده.

داعش همدارنګه د اګسټ په ۲۶ نېټه د کابل په هوايي ډګر باندې د شوي برید پړه هم منلې وه په کوم کې چې له افغانستان څخه د تخلیې په ورځو کې ۱۳ امریکايي سرتیري او ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG