لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: په کابل کې بند سفارتونه دې پرانیستل شي د امنیت ډاډ ورکوو


واشنګټن ـــ طالبانو پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي. په کابل کې د امریکې په ګډون اکثرو هېوادونو خپل سفارتونه په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته بند کړي‌ دي. بل لور ته د قطر خارجه وزیر په افغانستان کې د جینکو د تعلیم د مخنیوي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې هغوی سکولونو ته پرېږدي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی او له پاکستان، ترکي، چین او روس پرته د نورو اکثرو هېوادونو سفارتونه لا هم بیرته نه دي‌ پرانیستل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي پرون په کابل کې د بهرنیو ډیپلومېټانو یوې ډلې ته د مېلمستیا ورکولو په مهال وویل، طالبان غواړي چې د ښه حکومت کولو لپاره په کور دننه، د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره یو نوی سیاسي باب خلاص کړي.

امیرخان متقي او د افغانستان د وزیراعظم مرستیال ملا عبدالغني‌ برادر دواړو د بهرنیو ډیپلومېټانو مېلمستیا ته ویناوې وکړې. متقي پخپلو خبرو کې وویل حکومت یې د نورو د غوښتنو او ګټو درناوی کوي او له نورو هم د متقابل احترام تمه لري. نوموړي وویل:

"موږ نه یوازې د امریکا له متحدو ایالاتو سره، بلکې له ګاونډیو هېوادونو، اسلامي نړۍ، خلیجي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو او له اروپايي هېوادونو سره هم د متقابل تعامل او مشترکو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړو".

ملا عبدالغني‌ برادر هم غونډې ته په وینا کې د امیر خان متقي‌ خبره تکرار کړه او ویې ویل چې حکومت یې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. برادر وویل که کوم هېواد له طالبانو سره څه ستونځه لري دوی تیار دي چې د خبرو او مفاهمت له لارې یې حل کړي:

"زموږ حکومت چاته د زیان رسولو څه اراده او پالیسي نه لري، بلکې یو سوله ییز افغانستان لیدل غواړي چې زموږ خلک پکې سوکاله ژوند وکړي او پرمختګ وویني".

ملا عبدالغني‌ برادار تمه څرګنده کړه چې په کابل کې به نور بند پاته سفارتونه هم پرانیستل شي ځکه چې وایي دوی یې د امنیت ډاډ ورکوي.

د طالبانو مشرانو په داسې وخت کې دا خبرې کړې دي چې پرون یو ځل بیا د ګوتو په شمېر افغانو ښځو په کابل کې د نجونو د تعلیم لپاره احتجاج کړی خو د رپوټونو له مخې طالبانو یې مخه نیولې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم پر نااعلان شوي بندیز اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د پرشاتګ یو ګام بللی. قطر هغه هېواد دی چې طالبان پکې له اوږدو کلونو راهیسې سیاسي دفتر لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون په دوحه کې د یورپي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ له مشر سره ګډې خبري غونډې ته وویل:

"په افغانستان کې وروستي اعمال چې موږ له بده مرغه لیدلي ډېره زړه ماتوونکي دي او د پرشاتګ نخښه ده".

عبدالرحمن الثاني له طالبانو وغوښتل چې د خپل اسلامي نظام لپاره دې د قطر ماډل وکاروي چې له ښځو او نجونو سره څه ډول چلند کوي. وایي قطر هم اسلامي هېواد دی خو په حکومتي ادارو او د لوړو زدکړو په برخه کې یې تر سړیو ښځې ډېرې په کارونو بوختې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG