لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د افغان طالبانو په مرسته مو د ټي ټي پي له ځینو ډلو سره خبرې روانې دي


واشنګټن ـــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي د وسلوالې ډلې تحریکِ طالبان پاکستان له ځینو ډلو سره یې په کابل کې د واکمنو طالبانو په مرسته د روغې جوړې خبرې روانې دي، خو ټي ټي پي او افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جمعې په ورځ د ترکي له ټیلیویژن ټي آر ټي ورلډ سره په مرکه کې عمران خان له تحریکِ طالبان پاکستان سره په داسې وخت د خبرو اعتراف وکړ، چې دې ډلې په وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د ګڼ شمېر بریدونه ذمه واري منلې ده.

عمران خان وویل "د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زموږ له حکومت سره خبرې وکړي. موږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه وپوښتل شول آیا له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به موږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تېرې ستمبر میاشتې پر 11مه ډان ورځپاڼې ته په مرکه کې پاکستاني طالبان د هېواد امنيت ته خطر ګڼلي وو. ښاغلي علوي ویلي وو که ددې ډلې هغه کسان وسله وغورځوي او د پاکستان آیین ومني چې په جرمونو کې لاس نه لري نو حکومت هغوی ته پر عامه بخښنه غور کولای شي.

د پاکستان حکومت او پوځ په تېره شاوخوا یوه میاشت کې په کابل کې له واکمنو طالبانو غوښتي چې پاکستاني طالبان د پاکستان په ضد د خپلې خاورې کارولو ته پرېنږدي او افغان طالبانو هم د خپلې خاورې نه کارولو ډاډ ورکړی.

عمران خان دا ونه ویل چې له ټي ټي پي سره یې خبرې د افغان طالبانو په مخامخ همکارۍ روانې دي خو وایي "دا خبرې په افغانستان کې کېږي نو په دې حساب هغوی [افغان طالبان] پکې مرسته کوي".

د عمران خان حکومت په داسې وخت کې له پاکستاني طالبانو سره خبرې پیل کړې دي چې دې ډلې په وروستیو میاشتو کې د پښتونخوا په قبایلي او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د ګڼ شمېر بریدونو ذمه واري منلې ده.

د ټي آر ټي ټیلیویژن مرکه کوونکي له وزیراعظم عمران خان څخه وپوښتل چې پاکستاني طالبان د ده له حکومت سره خبرې کوي، نو بیا یې وسلوال پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ولې بریدونه کوي، ده په جواب کې وویل "دا د بریدونو یوه لړۍ وه".

پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان سیاستوالو او سیاسي فعالانو پر عمران خان سختې نیوکې کړې دي او وایي له هغو وسلوالو طالبانو سره خبرې کوي چې د پاکستان د زرګونو پوځیانو او عامو خلکو د وژنې ذمه واري یې منلې ده.

خو د عمران خان له حکومت سره د پاکستاني طالبانو د خبرو په اړه خپله د پاکستاني پوځ رسمي غبرګون تر اوسه مخې ته نه دی راغی، نه هم پاکستاني یا افغان طالبانو دغه خبرې تایید کړې دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په 2007م کال جوړه شوه او د جوړېدو په لومړیو اوو کلونو کې یې د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې د سلګونو ځانمرګو او بمي بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه واخیستې.

د پاکستان پوځ په 2014م کال کې د دې ډلې په ضد په شمالي وزیرستان کې د ضربِ عزب په نامه پوځي عملیات وکړل او وروسته یې اعلان وکړ چې دا ډله یې په بشپړه توګه ختمه کړې ده خو په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې مختلفې برخې بیا سره یو ځای شوې او خپلې حملې یې تېزې کړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG