لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مځکنیو ماینونو لپاره احتجاج له 25 ورځو وروسته د چارواکو په ډاډ وځنډول شو


ډېره اسماعیل خان ـــ په جنوبي وزیرستان او ټانک کې په مځکنيو ماینونو د معزوره شويو کسانو لپاره له 25 ورځو راهیسې روان احتجاج وروسته له هغې ځنډول شوی چې دوی ته انتظامیه د دوی د غوښتنو منلو باور د یو جرګې د لارې ورکړو.

انتظامیه هم تایید کړه چې د دوی غوښتنې جایزې دي او په دې اړوند اعلی حکومتونو ته سپارښتنې لېږل شوې او په راتلونکو دریو ورځو کې به د ماین پاکولو کار پیل کړی شي.

په احتجاجي پرلت ناستو کسانو څلور غوښتنې کولې. یو دا چې په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څارویو تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

د احتجاج یو ګډونوال شېرزاده مسید وویل دوی ته انتظامیې د غوښتنو منلو باور ورکړی چې له هغې وروسته دوی دا احتجاجي پرلت د دوو میاشتې میاشتو لپاره وځنډاوه:

"که په دې موده کې حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړې موږ به دوه میاشتې وروسته بیا احتجاجي پرلت پیل کوو".

په جنوبي وزیرستان کې د ځمکنیو ماینونو د ښکار شوو کسانو لپاره په شپږم ستمبر احتجاجي پرلت پیل شوی وو او هلته تر 22 ورځو احتجاج کولو وروسته دوی دوه ورځې وړاندې ټانک ضلعې ته رارسېدلي وو او د انتظامیې د دفتر د ودانۍ مخې ته احتجاجاً ډېره شوي وو.

په دې احتجاج کې د لسګونو په شمېر معذوره کسانو ګډون کولو چې پکې ډېرو ته پلاسټیکي پښې او لاسونه لګېدلي وو. دغو معذوره کسانو ویل احتجاج ددې لپاره کوي چې دوی ته د حکومت ځانګړې پاملرنه وشي.

ځایي‌ انتظامیې وي او اې ډیوه سره یوه خبرپاڼه شريکه کړې چې پکې د احتجاج کوونکو سره د دوی د غوښتنو منلو ژمنې شوې دي.

ويل شوي چې د سيمې مشران دوی ته کومې سيمې په ګوته کړي هلته به د ماينونو ټيمونه ورځي او ماينونه به پاکوي.

په لینډ ماین کې معذوره شوو کسانو ته د مرستو خصوصي پیکیج او د نوکریو دپاره صوبې حکومت ته او د څارویو تاوان د پاره د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې ته سپارښتنې لیږل شوي او پر دې احتحاج کوونکو جوړې مقدمې ختم کړل شوې دي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر خالد اقبال وایي په هیواد کې د وړاندې نه معذورو کسانو سره د مرستو حکومتي تګلاره شته خو وایي دا خلک دریځ لري چې دوی په ماینونو معذوره شوي ځکه نو ځانګړې مرستې دې ورسره وشي او د ځانګړو مرستو دپاره بیا یوې جلا پالیسۍ یا تګلارې ته اړتیا ده:

"د دوی دغه غوښتنې د صوبې اعلی حکومتي چاروکو ته لېږل شوې دي چې د هغه ځای نه څه لارښوونه وشي په هغه به عمل کوي".

خالد اقبال وي او اې ډیوه ته وویل خکومت کوشش کوي څومره زر ممکنه وي د دوی ټولې ستونځې هوارې کړي خو وایي دا وخت اخلي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د توندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي د جنوبي وزیرستان په دوه سب ډویژنو لده او سروکۍ کې د 2016 نه را په دې خوا د 300 نه زیات کسان د مځکنیو ماینونو چاودنو ښکار شوي چې پکې زیات شمېر د ښځو او ماشومانو دی او د خلکو زیات شمېر څاروي او ځنګلي ځناور هم پکې مړه شوي دي.

د ځمکنیو ماینونو د چاودنو ښکار خلکو د حقونو لپاره کارکوونکي وايي چې د حکومت له خوا دې ورته هغه هومره معاوضه ورکړل شي کومه چې د ترهګرۍ ضد جګړه يا قدرتي افاتو کې اغيزمنو کسانو ته ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG