لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: پاکستان او نورو هېوادونو ته د چين د قرضو سود لوړ او پروژې د بډو رشوتونو سره مخ دي


اسلام اباد ــ د څېړنې یوې امریکايي ادارې ویلي پاکستان او نورو هېوادونو ته د چین د ورکړل شوو قرضونو یا پورونو د سود کچه لوړه ده او په پاکستان کې نزدې ۴۰٪ قرضونه حکومتي شرکتونو يا کمپنيو ته ورکړل شوي دي.

د امريکې انټرنېشنل ډيولپمنټ ريسرچ ليب په يو ځانګړي رپوټ کې وايي چين د تېرو څو لسیزو راهسې د کم او منځني امدن ملکونو ته قرضونه ورکوي خو د چین د قرضونو ورکولو هلې ځلې په "رازداۍ" کې پټې دي او پاکستان ته د سي پېک منصوبي د لاندى د چین د پېسو لويه برخه د ګرانټس يا د مرستو په ځاى کمرشل يا کاروباري قرضي دي.

د پاکستان د اوسني او پخواني وزیراعظمانو په ګډون یو شمېر حکومتي چارواکو څو واره ویلي چې چینايي کمپنۍ په پاکستان کې په راتلونکو څو کلونو کې د ۶۰ بلینه ډالرو برابر پروژو باندې کار کوي.

د اقتصادي او تجارتي چارو معتبرې ورځپاڼې فایننشل ټایمز پرون په یوه مقاله کې لیکلي وو چې د اوسني وزیر اعظم عمران خان په حکومت کې د چیناي پروژو کارونه ساړه شوي دي. او بل دا چې په پاکستان کې په چينایانو باندې د پاکستاني طالبانو بریدونه هم زيات شوي دي.

د ادارې مشر بارډ پارکس وایس اف امریکا ته وايي چې د يادې قرضې د کوربه هېوادونو سره مرستې نا، بلکه د چین د مالي ګټو زیاتولو لپاره کارول کېږي. رپوټ وايي ځینو کوربه هېوادونو د پور بېرته ورکولو د توان نه لرلو له امله چین ته خپلې پانګې په بدل کې ورکړي.

په رپورټ کې وېل شوي چین په نړیواله کچه هر کال د 85 ارب ډالرو مالیت پنګونه کوي چې د امریکې او د نورو قوتونو نه زیاتې پېسې دي.

چين د کال 2000 نه 2017 ترمنځ پاکستان ته د ترقیاتي کارونو دپاره د 37 بلينه ډالرو ورکولو ژمنه کړې وه او دا وخت په پاکستان کې د 27 بلين ډالرو ماليت يو اووايا پروژې لري.

امریکايي چارواکو پخوا د سي پېک دلاندې پاکستان ته د چین د قرضونو د شفافیت په اړه اندېښنې څرګند کړي او ویلي یې دي چې د دې قرضونو په نتیجه کې به په پاکستان د چین د قرضونو بار زیات شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلى چې د کرونا وبا دلاسه سي پېک منصوبه متاثره شوي وه خو اوس يو ځل بيا په دى کار تيز شوی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې مټیاري نه لاهور ته د 600 کلوواټ ټرانسمېشن یا د بجلۍ تار د پرانېستې په وخت عمران خان وویل د سى پيک مشترکه رابطه کميټۍ يا جې سى سى په غونډه کې دريو موضوعاتو ته اهمیت ورکول کېږي چې پکې جنريشن يا د بجلۍ پېاوار، سړکونه او ټرانسمېشن يا د بجلۍ د ترسیل نظام شامل دی.

په اقتصادى او مالياتى چارو نظر لرونکی خبريال ذيشان حيدر فکر کوي چې غربي نړۍ او امريکا د سى پيک مخالفت کوي او غواړي چې پاکستان او چین يو بل ته نيږدې نشى.

وى او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل چین د داسو ډيم په منصوبه د ترهګرۍ په پيښه سخت عکس العمل ښکاره کړی او د پاکستان نه یې غوښتنه کړې چى د چينى وګړو تحفظ او امنیت دي یقیني کړي.

د عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونه د سى پيک پروژې په اړه د موجوده حکومت په تګـلاره سختې نيوکې کوي او وايي د حکومت د غلطو تګلارو له امله په دې مهمه پروژه کار په ټپه ولاړ دی.

دوی وايی د موجوده حکومت غير سنجيده ګامونو او رويو له وجې چین خفه لیدل کېږي او د عمران خان حکومت به موجود چيني وګړو ته تحفظ ورکولو ناکام شوی دی.

بارډ پارکس وايي د غربي نړۍ د قرضونو د سود کچه په عمومي توګه ۱٪ وي او د چين د پورونو د سود کچه ۴٪ ده. هغه وايي د غربي نړۍ پورونه په ۲۸ کالو او د چين پورونه په لسو کې د بېرته ورکول کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG