لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې په مطبوعاتو او د اظهار په ازادۍ بنديزونه لګولي، هيومن رايټس واچ


د بشري حقونو نړيوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) ویلي، د ستمبر په وروستيو کې په کابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د جرنلسټانو سره لیدلي او د مطبوعاتو په اړه قوانين يې ورسره شريک کړي چې پکې ډېرې خبرې واضحه نه دي او په دغو قوانينو کې په طالبانو په تنقيد يا نيوکو سخت بندېز لګول شوی دی.

د ادارې د اسيا مشرې پېټرېشيا ګوسمېن ويلي، د طالبانو د دغو وعدو باوجود چې مطبوعاتو ته به د داسې خپرونو اجازه وي چې اسلامي اقدار پکې وي، نوي قوانين په ملک کې د مطبوعاتو په ازادۍ په بشپړ ډول بندېز لګوي.

هغې ويلي، د طالبانو نوي قاعدې داسې پراخه دي چې يو جرنلسټ به د جېل د تلو د ويرې اول خپل احتساب کوي.

ادارې ويلي د طالبانو په نوي قانون کې ويل شوي چې د اسلام مخالفه خپرونې او د قومي شخصيتونو د سپکاوي خپرونې به منع وي، او جرنلسټ به دا يقیني کوي چې خبر يې بې طرفه او هغه څه به نه خپروي چې چارواکو نه وي تاييد کړي.

په ياد قانون کې په مطبوعاتو لازمه کړی شوې چې د کوم رپورټ خپرولو نه وړاندې به په قانون د عمل کولو دپاره د دولتي ادارې سره تماس نيسي.

هيومن رايټس واچ ويلي، طالبانو خبريالان نيولي او ډېر يې پکې وهلي ټکولي دي.

طالبانو چې په 15 اګست کابل نيولي، په افغانستان کې د خبريالانو دپاره کار کوونکې ادارې هيومن رايټس واچ ته ويلي، د 15 اګست نه وروسته طالبانو 32 جرنلسټان نیولي دي.

ويل شوي په دوی کې ځينې بيا د دوی د خبرونو په شرط پرېښودی شوي او ځينې پکې وهل شوي هم دي.

د ادارې ترمخه په دغو کې جرنلسټانو کې په يو سخت تشدد شوی او بيا په دې شرط پرېښودی شوی چې په هغه څه تير شوي دغه حال به د چا سره نه شريکوي.

د روانې میاشتې اکتوبرد لومړۍ نېټې پورې هم يو جرنلسټ د طالبانو په بند کې دی او کورنۍ يې د هغه سره ليدو ته نه پرېښودل کيږي.

هيومن رايټس واچ په خپل رپورټ کې د څو جرنلسټانو او مطبوعاتي ادارو د مشرانو حوالې ورکړي دي.

ويل شوي د جرنلسټانو د نيولو پرته د طالبانو استخباراتو صحافیان بللي او خبرداری يې ورته ورکړی چې دوی د خبرونو د لارې پروپېګنډا کوي او دغه کار دې بند کړي.

یوې ښځينه خبريالې ویلي چې هغې د طالبانو د کابل نيولو وروسته هم انلاين خپرونو ته دوام ورکړی خو چې طالبانو نوي قوانين راوړي نو هغې خپل کار ودرولی دی، هغې ويلي د طالبانو د راتلو سره په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي ختمه شوې ده.

هيومن رايټس واچ ويلي، ډېر افغان خبريالان د ملک څخه تښتېدلي او ځينې بيا پټ شوي او ډېرې مطبوعاتي ادارې تړل شوي دي.

ګوسمېن ويلي، طالبان نه غواړي چې د ولس په وړاندې ترې تپوس وشي، او بهرني هېوادونه بايد دغه پېغام وليږي چې د طالبانو د مطبوعاتو سره دغه چلند به په راتلونکې کې د اندېښنې وړ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG