لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د بيان وروسته ټي ټي پي د خبرو او ډز بندۍ خبرونه رد کړي


TTP
TTP

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي د وسلوالې ډلې تحریکِ طالبان پاکستان له ځینو ډلو سره یې په کابل کې د واکمنو طالبانو په مرسته د روغې جوړې خبرې روانې دي، خو تحریک طالبان پاکستان د خبرو او ډز بندۍ خبرونه رد کړي دي.

بل لور ته پاکستاني مطبوعات وايي د شمالي وزیرستان پخوانۍ حکومت پلوې د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې د 20 ورځو پورې ډز بندي اعلان کړې ده، خو یادې ډلې هم په خپله په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

په شمالي وزیرستان کې یو اعلا امنتي چارواکي وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې حکومت د حافظ ګل بهادر ډلې سره خبرې پیل کړې او د اعتماد جوړولو لپاره حکومت د ګل بهادر ډلې ځينې ملګري خوشي کړي او بيا يادې ډلې د 20 ورځو د ډز بندۍ ژمنه کړې ده.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم څرګند کړي وې ویل له دې ډلې سره د جاني خېل د پېښو وروسته د اتمانزو او احمدزو وزیرو قامي جرګې د لارې د وزیرستان شورا سره خبرې پېل کړی شوې وې چې په شورا کې د شمالي وزیرستان حافظ ګل بهادر ډله، د جاني خېلو صدر حیات او اختر محمد ډلې شاملې دي.

هغه زیاته کړه له دې نه وړاندې د دوی د یو بل پلوي کمانډر اسحاق ډله هم په قامي دایره کې شامل شوې ده.

د بنو په جاني خېلو کې د مارچ په 22 نېټه د څلورو تنکیو هلکانو مړي موندل شوي وو او د يادې پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی وو، احتجاج کوونکو وژل شوو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی وو.

په 30 مې بيا په جاني خېلو کې يو قومي مشر وژل شوی او له هغې وروسته بيا احتجاجي پرلت پېل شوي او د 22 مارچ د احتجاج کوونکو سره د شوو ژمنو پوره کولو غوښتنه شوې او بيا د اتمانزو او احمدزو قامي جرګې په مينځګړيتوب خبرې پېل شوې وې.

د جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان له تحریکِ طالبان پاکستان سره په داسې وخت د خبرو اعتراف کړی، چې دې ډلې په وروستیو کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو د ګڼ شمېر بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.

عمران خان وویل "د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مطبوعاتو ته ويلي، چې دوی يوه اجتماعي پاليسي لري، ټي ټي پي چرته هم ډز بندي نه ده اعلان کړې، او د مذاکراتو په اړه د دوی پاليسي واضحه ده.

په وروستيو کې ټي ټي پي ويلي وو دوی په هغو خبرو يقين لري چې د لارې يې په پاکستان کې شرعي نظام راشي.

حافظ ګل بهادر څوک دی؟

حافظ ګل بهادر د شمالي وزیرستان مداخېل قبیلې دته خېل تحصیل سره تړاو لري او د میرعلي عیدک سیمې دارالعلوم نظامیه کې يې دیني زده کړې کړي او په دغه وخت کې د جمعیت علما اسلام مولانا فضل الرحمان ډلې د زدکونکو غړی هم وو. خو د دینې زده کړو پوره کولو نه وړاندې يې د افغانسان په جنګ کې برخه واخسته او د طالبانوپه صفونو کې شامل شو.

په کال 2007 کې يې د حکومت سره یوه لوظنامه لاسليک کړه چې تر مخه به دوی په پاکستان کې وسله وال بريدونه نه کوي.

ویل کیږی هغه د افغان طالبانو حقاني شبکې او القاعده سره نزدې اړیکې لري او هم دا وجه وه چې د هغه زیاتره پلویان د امریکا بې پاېلټه يا د ډرون الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

حافظ ګل بهادر په کال 2010 کې د نورو ځايي وسله والو ډلو په اتحاد د وزیرستان شورا په نوم خپله ډله جوړه کړه او په سيمه کې يې خپل عدالتي نظام جوړ کړو چې پکې به د خلکو د جرمونو اورېدنې پرمهال هغوي ته سزاګانې اورېدل کېدلې.

حافظ ګل بهادر په کال 2011 کې د القاعده مشره اسامه بن لادن اسلام اباد ته نزدې ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په اپرېشن کې تر وژل کېدو وروسته په سیمه کې د پولیو څاڅکي ورکولو ډلو باندې بندېز اعلان کړو چې تر اخره يې دوام لرلو.

په کال 2014 کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ضرب عضب عملیاتو پېل کېدو نه څومیاشتې وړاندې هغه د حکومت سره خپل امنيتي تړون ختمولو اعلان وکړو او د شمالي وزيرستان ټولو اوسيدونکو ته يې امر وکړو، چې د جون د مياشتې تر لسمې نېټې دې خپلې کورنۍ او ماشومان خوندي سيمو ته ولېږي.

د حافظ ګل بهادر ډلې د شورا ویاند احمد الله احمدي تر مخه دا پرېکړه دوی له هغې وروسته وکړه کله چې پاکستاني پوځ هره ورځ د دوی په سيمو کې بمبارۍ او وسلوال بريدونه پېل کړل. هغه په 2014 کې ويلي وو حکومت دوی سره امنيتي تړون ته درناوی نه لري او داسې اټکل کيږي چې حکومت د دوي پر خلاف د سترو پوځي عملياتو هوډ کړی، نو له همدې امله دوی هم حکومت سره خپل تړون ختمولو اعلانوي، ځکه چې اوس تړون هيڅ معنا نه لري.

دوی خلکو ته ويلي وو چې د حکومتي کېمپونو پر ځای دې افغانستان پله هجرت وکړي او هيڅوک دې د حکومت لخوا جوړ شويو کېمپونو ته نه ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG