لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېب د راو انوار د شتمنيو د پلټنو منظوري ورکړې


د پاکستان د احستاب قامي ادارې (نېب) منظورې ورکړې چې د کراچۍ د پخوانۍ پوليس افسر راو انوار نه به پلټنې کولی شي چې هغه د امدن نه سېوا شتمنۍ څنګه جوړې کړي دي. د کراچۍ پوليسو پخوانی افسر راو انوار د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي ځوان نقيب مسيد او نورو لسګونو کسانو په جعلي مقابلو کې په وژنو تورن دی.

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه د نېب د کراچۍ څانګې پرون په لومړي اکتوبر غونډه کې سپارښتنه او منظوري ورکړې چې د هغه د څلورو انکوايرانو پلټنې دې وشي او د هغه د نهه بېنکونو اکاونټونه دې وتړل شي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د نېب د کراچۍ د مشر ډاکټر نجف قولي مرزا په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د راو انوار او هغه سره د نورو نه دې د امدن د سرچينو نه د زیاتو شتمنيو په اړه پلټنې وشي.

په راو انوار په غېر قانونه توګه د بهرتيانو سره د نورو غېر قانونه شتمنيو جمع کولو تورونه هم دي.

په راو انوار تور دی چې هغه د کال 2018 د جنورۍ په مياشت کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی نقیب مسید او د هغه سره درې نور کسان په جعلي مقابله کې وژلي وو.

د يادې مقابلې د پېښې د پلټنو دپاره د پوليس خپلې جوړې ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو. او هغه وخت چې راو انوار د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر وو، په هغه او د هغه سره د 25 کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې13 کسان بنديوان او اووه مفروران دي.

امریکې د کال 2019 په دسمبر کې راو انوار د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې وو،

"راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راو انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی وو.

په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راو انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG