لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسلوالو په شمالي وزیرستان کې څلور پوځیان او یو لېویز پولیس وژلي


واشنګټن ـــ وسلوالو د پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې نن بیا څلور پاکستاني پوځیان او یو پولیس په داسې وخت وژلي چې وزیراعظم عمران خان دعوه کړې وه د دې ډلې له ځینو کسانو سره یې د سولې خبرې روانې دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې د شنبې- خالي په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې "ترهګرو په سپین وام کې د امنیتي ځواکونو پر موټر برید وکړ" او په نتیجه کې یې څلور ملېشه پوځیان او یو لېویز پولیس و وژل شول.

ځایي انتظامیه او پوځي سرچینې وایي، د پوځ یو کاروان د سپین وام په سلپازۍ سیمه کې د پلټنې عملیات کول چې وسلوالو ورباندې برید وکړ.

پوځ په خبرپاڼه کې ویلي په سیمه کې یې د صفایۍ عملیات روان دي چې هر یو "ترهګرو" ختم کړي.

تحریکِ طالبان پاکستان د دې برید ذمه واري منلې ده. د دې

پاکستاني طالبانو دا برید د عمران خان له هغې مرکې یوه ورځ وروسته کړی چې پکې ویلي یې وو د ټي ټي پي له ځینو ډلو سره یې د سولې خبرې روانې دي، خو ټي ټي پي د شنبې- خالي په ورځ دا دعوه رد کړه.

بل لور ته د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو ډلې د اکتوبر په لومړۍ نېټه خپلو وسلوالو ته امر کړی چې شل ورځې ډزبندي وکي او د پاکستاني پوځ په خلاف خپل عملیات ودروي.

عمران خان ویلي وو که طالبان وسله کښېږدي او ډزبندي وکړي نو بخښنه به ورته وکړي، ده ویلي وو چې له طالبانو سره یې دا خبرې په افغانستان کې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ هم په ټانک ضلع کې له وسلوالو په نښته کې د پاکستاني پوځ یو کېپټن وژل شوی وو، چې ذمه واري یې پاکستاني طالبانو منلې ده.

د پوځ د مطبوعاتو ادارې ویلي وو چې په ټانک کې یې د وسلوالو په ضد د پلټنې عملیات کول چې دغه کېپټن پکې و وژل شو خو وایي دوی هم د خوازه دین په نوم د ټي ټي پي یو کمانډر وژلی چې په شېرخان مشهور وو.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG