لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پيسو ته حاجتمند ايشيايي ملکونه دې د چين نه بغير هم سوچ وکړي


واشنګټن ـــ څېړونکو سوېل ختيځو ايشيايي ملکونو ته ويلي د چين د يو کمربند يو سړک بي ار اي د منصوبې نه دې پرته هم د خپل اقتصاد ښه کولو سوچ وکړي ځکه چې وایي د بېجینګ د دې د پاره په سيمه نظر دی.

سيمه ییز حکومتونه د بي ار اي د لارې خپل اقتصاد ته وده ورکولو ته په تمه دي خو څېړونکي وي او اې ته وايي چې د چين د سخاوت او بهرنۍ سرمايه کارۍ هم يو حد دی او بل دا چې بېجینګ د کرونا وبا نه وروسته د نويو منصوبو د پيل کولو په ځای د خپل اقتصاد د سمبالولو په لټه کې دی.

په سنګاپور کې د برېتانوي کمپنۍ ميپل کرافټ يو مشر او د ايشيايي سياست او توانايۍ د چارو څېړونکی کاهو يو وايي “په دې نزدې کلونو کې دا ويلی شو چې د بي ار اي د تجارت سرمايه کاري راکمه شوې ده او دا اوس دومره په زور کې نه ده څومره چې پينځه کاله وړاندې وه”.

هغه وايي د وبا او لاک ډاون، نړيوالو اندېښنو او د چين خلاف جذباتو د وړاندې نه د منصوبې د انفراسټرکچر په ابادۍ کې د سرمايه کارۍ يوه لويه برخه ځپلې ده.

بي ار اي:

بي ار اي منصوبه د چين صدر شي جین پینګ حکومت په کال 2013 کې پيل کړه چې د چين د خارجه پاليسۍ مرکزي نقطه ده او په 70 ملکونو او نورو نړيوالو ادارو کې يې سرمايه کاري کړې.

د امريکا انټرپرايز انسټيټوټ ترمخه د تېر کال پورې بي ار اي د 46.54 اربه ډالرو منصوبې لاسليک کړې چې لويه برخه يعنې 36% سرمايه کاري يې د سوېل ختيځو ايشيايي ملکونو د تنظيم سره ده چې د انفراسټرکچر په منصوبو، رېلوېز، لويو لارو او ډيمونو به خرڅ کيږي.

تېره اوونۍ د چين وزير خارجه وانګ يي د «اسيان» د ملکونو د وزيرانو سره د بي ار اي په اړه د انلاين ناستې وروسته اِنډو چاينا ملکونو ته په سفر تلای وو چې په راتلونکي کې د پيداوار ښه کولو د پاره نوې منصوبې رامخ ته کړي.

څېړونکی ښاغلی يو وايي بي ار اي به د امکان تر حده د چين د خارجه پاليسۍ بنيادي نقطه وي او د چين سره په نزدېوالي دا ويلی شو د «اسيان» هېوادونه په داسې مقام دي چې د نړۍ د نورو ملکونو په ځای به د يادې منصوبې نه تر ټولو ډېرې ډالرې وګټي.

هغه وايي “البته د دې وينا وروسته به ووايم دا امکان کم دی چې هغه غټې غټې منصوبې ووينو کومې چې مونږ په تېرو څو کلونو کې ليدلې”.

کورنۍ ستونځې:

د بېجینګ کورنۍ ستونځې د چاينا د ايورګرانډې د کېس نه څرګنديږي کومه چې 305 بيلين ډالره قرضدارې ده او منتظيمين د چين اقتصاد ته د يو پېښېدونکي خطر خبرداری ورکوي که چېرې دا دويمه غټه پيدارواري اداره په وخت د قرضو په پرېکولو کې پاتې راغله.

د ايمرجېنګ مارکېټس کانسلټېنګ ادارې منيجېنګ ډاېرېکټر ډيوېډ ټاټن وايي کرونا وبا چينايي کمپنۍ سمې زورلي ځکه د منصوبو په عملي کولو کې ترې لم ليټ شوی چې ورسره مالي هم زيانېدلي دي.

هغه وايي “امکان دی هغه وخت لکه چې شاته لاړو کله چې د مضبوطېدو موقع وه چې په هغه څه توجه وکړي چې د دوی لاس ته راوړنې وې او څنګه دغه منصوبې عملي په خپلو پښو ودوروي. کېدلی شي چې نورو لرو سيمو ته د نويو منصوبو سره د خورېدلو رفتار په دې وخت کې ورو شي”.

بېجینګ اعلان کړی چې په بهرني ملکونو کې به د کويلې چلېدونکې منصوبې نه جوړوي او د امريکا د څېړنې ادارې ګلوبل انرجي مانيټر ترمخه دا پرېکړه 44 کارخانې اغېزمنې کولی شي چې د چين رياستي مالي پنګو ته د کال 50 بيلين ډالره راوړي.

څېړونکی کيت لورډ وايي “زه ګڼم چې تاسو به د چين په لار کې ځينې داسې وختونه ووينئ چې ورته خنډونه جوړ شي کله چې يې د صنعتي اواقتصادي ترقۍ کچه بيا وتلئ”.

هغه وايي دا بيان چې چين به په بهر ملکونو کې د کوېلې منصوبې نه جوړوي په اصل کې د انډونيشيا د پاره ګېم چينجر دی ځکه کوېله د ياد هېواد د بهرني تجارت د ټولو لويه برخه ده.

د نورو سره شريکېدلو ته اړتيا:

په اګست کې اسيان برېتانيا ته نزدې په 25 کاله کې اول ځل د ډايلاګ پارټنر حيثيت ورکړ چې د ګروپ لوړو ناستو ته لاسرسی ولري ځکه ياد هېواد د يورپين يونين د چوکاټ نه د وتلو وروسته خپل ځان بيا تشکيلوي.

لس هېوادونه په ګروپ کې نور هم دي چې پکې اسټرېليا، چين، روس، يورپين يونين او امريکا ده.

د سيمې د پاره د ولسمشر بارک اوباما د معلومې “پيوټ ټو ايشيا” پاليسۍ او د ولسمشر جو بايډن د هغې د ملاتړ په اړه ښاغلی ټاټن وايي “د اسيان دپاره د عقل کار به کېدلی شي دا وي چې خپلې نړيوالې اړيکې نورو ته وغزوي. اميد کېدلی شي د وايټ هاوس دا اوسنی بدلون امريکا د دوی سره ملګرتيا جوړولو ته نوره هم وهڅوي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG