لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد کې د افغان خبریال معروف سادات په ګډون څلور تنه په ډزو وژل شوي


واشنګټن ـــ د طالبانو چارواکي وایي پرون د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې وسلوالو څلور تنه په ډزو وژلي چې وايي دوه پکې طالبان دي او دوه عام کسان دي چې په هغوی کې یو خبریال سید معروف سادات هم دی.

د جلال اباد د کلتور د ادارې یوه چارواکي محمد حنیف ویلي، په برید کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي چې وایي یو پکې د وژل شوي خبریال معروف سادات زوی دی.

د افغان خبریالانو د ژغورنې کمېټۍ د معروف سادات پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او دا پېښه یې په کلکه غندلې ده. کمېټۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي:

"د معلوماتو له مخې ښاغلی سادات د يو نږدې خپلوان په موټر کې د هغه کور ته په مېلمستيا روان و چې په ريکشا کې سپرو وسله والو پرې ډزې کړې دي. د نوموړي دغه خپلوان طالب و. "

د برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې خو په تېره یوه میاشت کې چې په جلال اباد کې پر طالبانو کوم وسلوال بریدونه شوي ذمه واري یې داعش خراسان ډلې منلې ده.

د افغان خبریالانو د ژغورنې کمېټۍ له د طالبانو له حکومت او اړوندو چارواکو غوښتي د پیښې په اړه دې کوټلې ګامونه واخلي او د خبریال او د هغه د وژل شویو ملګرو قاتلان دې په نخښه او له قانون سره سمه سزا ورکړي.

د طالبانو مرکزي ویاند په جلال اباد کې د خبریال د وژنې په اړه تر اوسه څه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

سيد معروف سادات په جرنلزم کې تر څورلسمه زدکړې کړې وې او اوږده کلونه يې په ننګرهار کې د «صبح بخير افغانستان»، «اريانا ټیلیویژن» او يو شمېر نورو رسنيو سره د خبريال او له يو شمېر رېډيوګانو سره د مدير په توګه کار کړی وو.

د افغان خبریالانو کمېټۍ وایي هغه دا مهال له يوې بهرنۍ خبري ایجنسۍ سره خبريالي کوله خو د ایجنسۍ نوم یې نه دی یاد کړی. وایي‌ سادات په تېر حکومت کې شاوخوا پینځه کاله د ننګرهار د کليو پراختیا رياست وياند پاتې شوی او تر اوسه په دغه دنده بوخت وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG